په دوه كلن دور كښې مو په پاكستان كښې اېلېټ كلاس احتساب سره مخ كړے او دا د ټولو نه لوي بدلون دے٬زمونږ په دور كښې د كرپشن كوم لوي كيس نه دې رامخې ته شوے۔ د وزيراعظم عمران خان الجزيره سره مركه

image

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې پوځ د حكومت پالېسو سره ولاړ دے٬د تېر وخت د حكومتونو په مقابله كښې پوځ سره اوسنې حكومت پياوړی اړيكې لري٬د كوم يو هېواد لخوا اسرائيل منلو سره به د فلسطين مسئله ختم نه شي٬په فلسطينيانو كومه هم يوه اړخيزه پريكړه د قبلولو وړ نه ده٬پاكستان چين او امريكې دواړو سره ښھ اړيكې لري٬پاكستان ته د كوم كېمپ د برخې جوړیدو ضرورت نشتھ٬پاكستان به په افغانستان كښې د امن بحالۍ لپاره هر ډول ممكنه كردار ترسره كوي٬د هند واكمن ګوند د ترهه ګرې ډلې آر اېس اېس د نظريو څخه متاثر كېږي٬پاكستان به د كشمير مسئله په نړيواله كچھ په ډاګه كوي٬پاكستان كښې مېډيا مكمل آزادي لري٬څومره چې زمونږ د حكومت په ضد په مېډيا كښې تنقيد شوے په تېر وخت كښې داسې نه دے شوے٬په دوه كلن دور كښې مو په پاكستان كښې اېلېټ كلاس احتساب سره مخ كړے او دا د ټولو نه لوي بدلون دے٬زمونږ په دور كښې د كرپشن كوم لوي كيس نه دې رامخې ته شوے٬په لاندې كچه د كرپشن اعتراف دے خو د دې خاتمې لپاره به هڅې كول وي۔ د زيارت په ورځ غېر ملكي ټي وي چينل الجزيره سره پھ مركه كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې پاكستان٬چين او امريكې دواړو سره ښه اړيكې لري٬پاكستان ته د چا د كېمپ د برخه جوړیدو ضرورت نشته٬مونږ هر يو هېواد سره ښه اړيكې ولې نه شو ساتلې٬وزيراعظم عمران خان ووئيل چې زمونږ سباؤن چين سره تړلې كوم چې د نړۍ د كوم هم هېواد په مقابله كښې په تندۍ سره پرمختګ كوي٬ده د 62 ارب ډالرو پھ لګښت سره د اقتصادي لارې د پروژې په شرائطو كښې ترميم لپاره چين سره د مذاكراتو ترديد وكړو او وې وئېل چې چين سره زمونږ اړيكې د وړاندې نه هم ښه دي٬وزيراعظم عمران خان ووئيل چې پاكستان به پرمختګ او د غربت خاتمې لپاره د چين تجرباتو څخه استفاده كوي٬امريكې سره د اړيكو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د يو څو كلونو وړاندې په نسبت په دې وخت كښې امريكې سره زمونږ اړيكې ډېرې ښه دي۔مونږ په افغانستان كښې د امن شراكتدار يو٬د افغان دولت او طالبانو ترمينځه په سباؤن كښې په اقتدار كښې د شركت د لوظ نامې د ملاتړ په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل چې افغانان خپل ځان لپاره چې څه ښه ګڼي هغه به مونږ لپاره هم ښه وي٬د افغانستان په امن كښې د افغانستان نه پس تر ټولو زياته ګټھ د پاكستان ده۔ده ووئيل چې په افغانستان كښې د 19 كلن جنګ او قتل او غارت نه پس كه څوك دا ګڼي چې ټول به ناڅاپي په ګډه اوسېدل پېل كړي نو زما په خيال دا صورتحال ډېر پېچلې دے۔وزيراعظم عمران خان ووئيل چې پاكستان طالبان او افغان دولت مذاكراتو ته كېښنولو لپاره هر ډول ممكنه هڅې كړی دي خو په اصل كښې دا يوه معجزه ده۔وزيراعظم عمران خان ووئيل چې پاكستان به په افغانستان كښې د امن بحالۍ لپاره ډول ممكنه كردار ترسره كوي۔په دې موقع ده د مسئلې د پوځي حل په ځاې د سياسي حل په اړه د خپل پخواني دريځ يو ځل بيا څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل چې د ناامنۍ څخه ګټھ پورته كونكې عناصر او په خاص توګه هند افغانستان كښې امن او استحكام نه غواړي۔ د هند لخوا په غېر قانوني توګه د مقبوضه جمو كشمير د خاص حېثيت ختمولو په اړه وزيراعظم عمران خان ووئيل چې پاكستان به د كشمير مسئله په نړيواله كچھ په ډاګه كوي۔ ده ووئيل چې د هند واكمن ګوند د ترهه ګرې ډلې آر اېس اېس د نظرياتو څخه متاثر كېږي۔دا صورتحال د هند ذمه وار وګړو لپاره هم د پرېشانۍ وړ دے۔ وزيراعظم ووئيل چې له بده مرغه ځينې هېوادونه د خپلې كاروباري ګټې په وجه د هند لخوا د بشري حقونو څخه سختې سرغړونې نظرانداز كوي۔ د كشمير مسئلې په حل كښې د او آئي سي د پراخا كردار د غوښتنې په اړه د پوښتنې پھ ځواب كښې وزيراعظم ووئيل چې په دې لړ كښې د او آئي سي د فعاله كردار خواهش لرو٬سعودي به د پاكستان تل دوست پاتې كېږي۔ كله چې د وزيراعظم عمران خان نه پوځ سره د ده د حكومت د اړيكو په اړه پوښتنه وكړی شوه نو ده ووئيل چې د ده حكومتي پالېسۍ د پوځ مكمل ملاتړ لري٬دواړه بشپړه مرستې سره كار كوي٬د حكومت د جمهوري پالېسو كه هغه د هند په اړه وي يا د افغانستان د سوله ايز حل په اړه وي٬پوځ دې پالسېو سره دې۔په هر ځاې كښې پوځ مونږ سره ولاړ دې۔د تېر وخت په حكومتونو كښې پوځ سره په اړيكو كښې آسانې نه وي خو مونږ پياوړې اړيكې لرو او زه په ايماندارۍ سره وائيم چې دا ډېرې غوره اړيكې دي۔ده ووئيل چې د حكومت په دوه كلونو كښې چې تر ټولو لويې كوم بدلون راغلې هغه دا دې چې د هېواد په اېلېټ كلاس لاس اچولې شوې٬زمونږ او په مخكښې پاكستان كښې دا فرق دې چې زمونږ د پالېسو مركز روغتيا٬تعليم او د غوره انصاف وركړه ده۔ده ووئيل چې ده په هېواد كښې په وړومبي ځل غريبانو لپاره د هېلت انشورنس اعلان وكړو او د راتلونكي كال څخه به د تعليم يو ډول نصاب رائج شي۔ده ووئيل چې مونږ لار بدلووو چې دغسې پاكستان پرمختګ وكړي او په نړۍ كښې وړاندې راشي٬ده ووئيل چې د ده حكومت ته لويې خسارې او د توان په څانګه كښې ستونزې پاتې شوې وې۔ده ووئيل چې كوم هېواد هم په سمدستي توګه اصلاحات نه شي عملې كولې٬دا يوه مبارزه ده٬د معيشت بدلولو او د اصلاحاتو عمل د شپو شپو كېدونكې څيز نه دے

مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں