اسلام آباد/ كراچي 05 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كراچۍ د صورتحال پھ اړه د لوړی پاې غونډه٬د خالي په ورځ په كراچۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو٬شبلي فراز٬اسد عمر٬سيد علي زيدي٬امين الحق٬د سنډه ګورنر عمران اسماعيل٬كور كمانډر لېفټيننټ جنرال همايون عزيز٬د آئي اېس آئي ډي جي لېفټيننټ جنرال فيض حميد٬د سندھ وزيراعلٰی مراد علي شاه٬صوبائي وزيرانو سيد غني٬ناصر شاه او سندھ اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د كراچۍ ټرانسفارمېشن پلان په اړه تفصيلي بريفنګ وركړی شو۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل چې كراچي د پاكستان تر ټولو مهم ښار او معاشي مركز دې۔د دې مسئلې په شريكه حل كېدې شي۔وزيراعظم ووئيل چې خوشحاله يم چې د وفاقي حكومت پاك پوځ او د سندھ حكومت پشمول ټول شراكتدار نن د كراچۍ ستونزې حل كولو لپاره دلته موجود دي۔وزيراعظم پھ كراچۍ كښې د اوسني شوي زيان ازالې لپاره د وفاق لخوا د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو