د اقتصادي چارو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار د جاج اخستو غونډې ته خطاب

image

اسلام آباد ۔11 ستمبر (اے پی پی) د اقتصادي چارو وفاقی وزیرمخدوم خسروبختیار وئيلي دي د كورونا وائرس مخنيوي نه وروستو د معيشت او معاشي هلو ځلو بحالي د حكومت په وړومبو ترجيحاتو كښې ده۔ دا خبره ده پاكستان كښې د ورلډ بېنك په مرسته د جاري كړې شويو منصوبو جاج اخستو او دې ته د بيا كتنې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ غونډه كښې د اړوندو صوبائي ادارو چارواكو او پاكستان كښې د ورلډ بېنك كنټري ډائرېكټر ناجي بن حسائن د وډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ غونډه كښې پنجاب او خېبر پختونخوا كښې د ورلډ بېنك جاري كړې شويو منصوبو جاج واخستے شو۔ وفاقی وزیر ووئيل هېواد كښې د سېلګرۍ ٬ زده كړې او بنيادي اډانې سره په پېوست پرمختيائي منصوبو به كار روان وي۔ وفاقی وزیر اړوندو ادارو او چارواكو ته پاكستان كښې د نړيوال بېنك په مرسته په روانو منصوبو د كار رفتار ګړندي كولو هدايت وكړو۔ پاكستان كښې د ورلډ بېنك كنټري ډائرېكټر ناجي بن حسائن د دې مهمې غونډې په كولو د وفاقي وزير مننه او د منصوبو زر تر زره بشپړ كولو له د هداياتو جاري كولو ستائنه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال آن لائن خریداری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں