حکومت د جديدې ټيکنالوجۍ استعمال سره د كروندګرو سهولت لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي۔سيد فخر امام

image

اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) د نېشنل فوډ وفاقي وزير سيد فخر امام وئيلي دي حکومت د جديدې ټيکنالوجي استعمال سره د كروندګرو سهولت لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي او د څلورو واړو صوبو په ملاتړ به وفاقي حكومت ډېره زر د غنمو د لږې نه لږه بيعه اعلان كړي۔ د جمعې په ورځ نجي نيوز چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل حكومت زراعت ته وده وركولو٬ د غنمو پېداوار زياتولو او د كروندګرو مالي حالت ښه كولو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي۔ سيد فخر امام زراعت او په نورو څانګو كښې د جديدې ټېكنالوجۍ په معرفي كولو زور رواړو۔ ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت د غنمو پېداوار زياتولو لپاره د چين سيډ ريسرچ په ټېكنالوجۍ كار كوي او حكومت به كروندګرو ته د بېلا بېلو فصلونو پېداوار اضافې لپاره تصديق شوې تخمونه وركوي۔۔ سيد فخر امام ووئيل وزيراعظم عمران خان اولس له د غذائي تحفظ باوري كولو ته پاملرنه كوي

مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں