كابل 19 نومبر (اے پي پي) د پاكستان وزيراعظم عمران خان او د افغان جمهور ريئس اشرف غني ترمېنځه د زيارت په ورځ كابل كښې ملاقات شوے۔ د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو مستحكمولو په لارو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ ملاقات د افغانستان په ارګ صدارتي محل كښې شوے چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولۍ دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو ٬ افغان امن عمل٬ سيمه ايز معاشي پرمختګ او روابطو ته پام لرنه شوې