اسلام آباد۔9 دسمبر(اے پی پی) د پارليماني چارو وزير علي محمد خان وئيلي دي اپوزیشن ګوندونه د حكومت كاميابۍ هضمولې نه شي۔ پاكستان د نړۍ يوازينے هېواد دے چرته چې معيشت د كورونا باوجود پياوړتيا پلو روان دے۔ اپوزيشن د اولس احساس نه لري دوي خپل سياست بچ كولو او ذاتي ګټې له د خلقو ځانونه خطر سره مخ كوي۔ د شورؤ په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې هغه ووئيل په موجوده حالات كښې اولسي غونډې كول غېر قانوني دي او په دې اړه عدالتي احكامات هم موجود دي۔ حکومت به اپوزیشن لاهور كښې اولسي غونډه كولو نه منع كوي خو د قانون خلاف ورزي كوؤنكو په ضد به مقدمې درج كوي۔ هغه ووئيل د وزیراعظم عمران خان د اپوزیشن اولسي غونډو په ضد پرېكړه مناسب ده۔ دا خلق په خپله بې نقابه كېږي۔ هغه ووئيل د وزيراعظم د بشپړه پالېسيو په نتيجه كښې د ملكي او غېر ملكي سرمايه كارو په پاكستان باور مخ په زياتېدو دے۔ 151 فیصده غېر ملكي سرمايه كاري زياته شوې ۔ هغه ووئيل اپوزيشن ګوندونه د خپلې ذاتي ګټې او د خپلو لارښودو د لوټ كړي دولت او خپل سياست بچ كولو له د سياسي تاؤ تريخوالي زياتولو هڅه كوي ولې حكومت به د احتساب په معامله كومه هم سودا ونه كړي۔