د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د كرسمس خوشحالو په موقع مسيحي ورورولۍ له مباركي وركړه

image

اسلام آباد 24 دسمبر(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د كرسمس خوشحالو په موقع مسيحي ورورولۍ او مسيحي ورورولۍ سره تعلق لرونكو پارلماني غړو له مباركي وركړې ٬ دا تهوار هر كال د حضرت عيسيؑ د زېږېدنې ورځ په موقع ګرده نړۍ كښې په عقيدت او احترام لمانځلې شي۔ په دې موقع سپيكر خپل پېغام كښې ووئيل الله پاك حضرت عيسؑي امن ٬ مينې٬زغم او د ورورولۍ تبليغ لپاره مبعوث فرمائيلے ٶ۔ ده ووئيل مسلمانان حضرت عيسيٰ عليه السلام د الله تعاليٰ برګزيده پيغمبر ګڼي او په زړه كښې د ھغوي تعظيم او احترام لري۔ سپيكر اسد قېصر ووئيل د كرسمس ورځ مونږ ته د نوو امېدونو او منصوبو پېل كولو ٬ د تحقيقي صلاحيتونو رامخې ته كولو ٬ د شخړو هوارولو او نوي كل لپاره امن او د مرستې ودې لپاره درس راكوي۔ په دې موقع سپيكر د هېواد رغونې٬ ترقۍ او خوشحالۍ لپاره په پاكستان كښې د مېشته مسيحي ورورولۍ د خدمات ستائنه كولو سره ووئيل د خوشحالۍ په دې موقع پارلمان او حكومت د دې عزم پخلے كوي چې په هېواد كښې مېشته اقليتونو له به د پاكستان د آئين او د قائداعظم د فرمودات له مخې د وركړو حقونو او استحقاق تحفظ كولے شي۔

مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں