اسلام آباد 24 دسمبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په تعميراتي منصوبو كښې ماحولياتي تحفظ باوري كولو سپارښتنه كولو سره وئيلي دي د ښار زياتې شو آبادۍ څخه د راپېدا شوو مسئلو حل لپاره د ښارونو د ماسټر پلان بيا د سره مرتب كړئ۔ دا سپارښتنه ده د هاٶسنګ٬ تعميرات او ډوېلپمنټ لپاره د قامي رابطه كمېټۍ اوونيزه غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په دې موقع د سروئېر جنرل آف پاكستان غونډې ته د کېډسټرل ميپنګ (د زمكې د پيمائش) په اړه بريفنګ وركړو۔ غونډې ته ووئيل شول اسلام آباد، لاهور، کراچۍ، پېښور او کوئټه كښې د مېپنګ عمل روان دے ٬ د دې نه علاوه د نورو كوچنو ښارونو او كلي والو سيمو ډېټا تر لاسه وې كومه چې ډيجيټلائز كوٶ٬ دې عمل سره به د زملكې د اصل ملكيت تعين پحقله د رامخې ته كېدونو مسئلو خاتمه اوشي او په بهتره منصوبه بندۍ له به مرسته تر لاسه شي٬ د ځڼګلونو، واپډا، رېلوے،اوقاف او د نورو سركاري زمكو د حدود به تعين اوشي۔ د کېډسټرل مېپنګ په سبب به د ناجائزه زمكې راخلاصول، ملکيتي شخړې ختمول او قانوني مقدمې زر ترسره كول٬ پخواني رېكارډ څخه غلطۍ لرې كول او آډټ له به مرسته ترلاسه شي۔ وزيراعظم چيف سېكرتريز ته امر وكړو چې صوبائي لېنډ رېکارډ دې زر تره سره سروئير جنرل له وركړے شي دغسې چې د مېپنګ عمل بشپړ شي۔ د پنجاب چيف سېكرټري غونډه صوبه كښې د ښارونو د ماسټر پلاننګ په اړه تر اوسه د شوي پېشرفت نه خبر كړه۔ غونډې ته ووئيل شول د پنجاب په پنځو لويو ښارونو او 16 مېنځنيو او كوچنيو ښارونو په ماسټر پلان كار روان دے٫ هر ماسټر پلان كښې د استوګنې، کمرشل، صحت، تعليم، سيورېج، پارکس او د نور ضرورتونو خيال ساتلے كېږي۔ وزيراعظم ووئيل د زياتې شوې شهري آبادۍ څخه د راپېدا شوو مسئلو حل لپاره د ښارونو ماسټر پلان بيا د سره مرتب كړئ٬ ماسټر پلاننګ لپاره دې جديد او د نړيوال معيار طريقه كار اختيار كړے شي٬ د ماسټر پلان په سبب نه يوازې وګړو لپاره به بهتر سهولتونه باوري كولو له بلكې وګړو ته سهولتونه او د نورو مقاصدو لپاره بېلو كړو ځايونو ناسم استعمال مخنيوي له به هم مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل په ماضي كښې دا اړخ بيخي نظر انداز كېدو چې په سبب ئې شهري آبادۍ بېلا بېلو مسئلو سره ښكار شوې۔ وزيراعظم په تعميراتي منصوبو كښې د ماحولياتي تحفظ تر نظره ساتلو په اهميت هم زور رواړو۔