د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد په دوه ورځنۍ دوره پېښور ته لاړ

image

اسلام آباد31 دسمبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد په دوه ورځنۍ دوره پېښور ته تلے چرته چې به وفاقي وزير مهم ملاقاتونه كوي او د طورخم بارډر معائنه به هم كوي۔ د زيارت په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير به لنډي كوتل ته هم ځي او هلته به ورته د بارډرمنيجمنټ او د اينټي اسمګلنګ پشمول په نورو چارو بريفنګ وركولے شي۔ وفاقي وزير به د اېف سي هېډكوارټر دوره هم كوي او كماندنټ او آئي جي اېف سره به ملاقات كوي او د جمعې په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كوي۔ د يادونې وړ ده د داخله وزارت منصب سنبهالولو نه پس د شېخ رشيد دا د پیښور وړومبنۍ دوره ده۔

مضمون کا ماخذ : فنکی پھل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں