اسلام آباد۔ 5 جنوری(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د خپلواكۍ حق د بشري احترام بنيادي جز دے۔ نړيوالې ورورولۍ له به د مقبوضه كشمير مظلوم اولس په بابله خپلې ذمه وارۍ ترسره كول وي۔ پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق له د روان تحريك هر ممكن ملاتړ روان ساتي۔ د كشميريانو د خپلواكۍ حق ورځې په موقع خپل پېغام كښې صدر ووئيل هر كال د جنورۍ 5 مه نېټه د مقبوضه كشمير اولس لپاره د خپلواكۍ حق ورځې په توګه لمانحلے شي۔ دا ورځ د دې خبرې ياد تازه كوي چې نړيواله ورورولي د مقبوضه كشمير مظلوم اولس په بابله له خپلو ذمه واريو سترګې پټولې نه شي۔ هغه ووئيل د كال 1949ﺀ جنورۍ مياشتې په 5 مه نېټه هند او پاكستان لپاره د ملګرو ملتونو كمېشن ( یو اېن سی آئی پی) قرارداد منظور كړے وو كوم چې دمقبوضه كشمير اولس ته د خپلواكۍ حق كارولو له د آزادې او منصفانه استصواب رائې كولو ضمانت وركوي۔ صدر ووئيل ملګري ملتونه بايد 72 كاله وړاندې د خپل كړي لوظ خيال وساتي۔ صدر ووئيل حق خوداراديت د بشري احترام بنيادي جزو دے۔ ددې حق نه انكار د بشري آزادۍ او د بشري حقونو تحفظ او ودې نړيوال كنونشنز نه هم انكار دے۔ صدر ووئيل ددې بنيادي بشري حق تر ټولو لوئے مخالف هند دے۔ صدر ووئيل د كال 2019ﺀ اګست مياشتې 5 مې نېټې نه وروسته هندي حكومت د پرله پسې غېر قانوني او يو اړخيزه اقداماتو د لارې مقبوضه كشمير كښې د يرې او تاؤ تريخوالي فضا پېدا كړې ده۔ 5 سوه ورځو نه زياته پوځي محاصره ٬ د كورونا وائرس وباﺀ باوجود د ژوند او روغتيا په ډول بنيادي حقونو او بشري آزادۍ ناروا بندېزونه نړيوال ضمير او پخپله د هند تشخص له چېلنج دي۔ صدر ووئيل نړيوالې ورورولۍ ٬ ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړيوالو ادارو هندي ګامونه مسترد كړي دي۔ صدر ووئيل هند د نړيوالو قانونونو او د څلورم جنېوا كنونشن خلاف ورزي كولو سره د مقبوضه منطقې آبادياتي ډھانچه بدلوي۔ هغه ووئيل پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق له د روان تحريك هر ممكن ملاتړ دوامدار ساتي۔