اسلام آباد 01 جولائی (اے پي پي) پاکستان او هند د ګل په ورځ په اسلام آباد او نوې ډيلي كښې د سفارتی چینل د لارې د يو بل په تحویل كښې د بنديوانو فهرستونو تبادله كړې ده۔ د خارجه دفتر وياندې د اړخه د جاري شوې بيان له مخې د 2008 قونصلر رسنې لوظنامې ترمخه هر كال په 01 جنورۍ او 01 جولائی د بنديوانو د فهرستونو تبادله كېږي۔ پاکستان په خپلو زندانونو كښې د 254 هندي بنديوانو فهرست هند ته وركړو او هند په خپلو زندانونو كښې د 452 پاکستانی وګړو او مهيانو نيونكو بنديوانو فهرست پاكستان سره شيئر كړو۔ د بیان له مخې د پاکستان د اړخه د بے دركه 38 پاکستانی دفاعی اهلکارو فهرست هم وركړے شوے، د كومو په اړه چې خيال كېږي چې هغوي د كال 1965 او 1971 جنګونو نه پس د هند په تحویل كښې دي۔ بیان كښې وئيلي شوي چې پاكستاني حكومت په هند كښې د خپلې سزا موده ترسره كوؤنكو ټولو پاکستانی بنديوانو په سمدستي توګه د راخوشې كولو او هېواد ته د راستنولو غوښتنه كړې ۔ دغسې پاكستان په جسمانی او ذهنی توګه د معذور بنديوانو پشمول د پاكستان بيلو بنديوانو ته د خصوصی قونصلر رسنې او د هغوي د قامی حیثیت په سمدستي توګه تصدیق لپاره خواست كړے دے۔ د بیان له مخې حکومت په هند زور راوړې چې هغه د ټولو پاکستانی بنديوانو د خوشې كولو او هېواد ته د راستېندو انتظار كوؤنكو سلامتیا او خېر ښېبګړه دې باوري كړي۔ وياندې په خپل بيان كښې وئيلي چې د پاكستان حكومت د بشري خواخوږۍ چارو ته خاص پاملرنه كوي۔ هغه به د هند په زندانونو كښې د ټولو پاکستانی بنديوانو زر تر زره راستنول باوري كولو له خپلې هخې روانې ساتو،د دې هڅو د يوې برخې په توګه كال 2023 كښې 62 او سږ كال 4 پاکستانی بنديوان تر اوسه پاكستان ته بېرته راغلي دي۔