اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي معاشي پرمختګ، د ژوند معيار كښې بهترۍ او په غربت كښې كمي لپاره د وسائلو او آبادۍ حجم ترمېنځه توازن پېدا كولو ته اړتيا ده، حکومت ځوانانو ته معياري تعليم او د وظيفائي تربيې وركولو عزم لري۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د آبادۍ نړيوالې ورځ په اړه خپل پېغام كښې وكړه ۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل مونږ د آبادۍ مسئلو په اهميت او په قامي پرمختګ د دې په ژورو اثراتو نړيوالې ورورولۍ سره شريك يو٬ د پاکستان آبادي چې اندازه ئې دا مهال نزدې 24 کروړه نه زياته ده او په دې كښې 2.55 فيصده لوړې كچې شرح په حساب زياتوالے روان دے او اندازه لګولې شوې چې د پاکستان آبادي به تر كال 2030 26 كروړه 30 لكه او تر كال 2050 به تر 38 كروړه 30 لكه ورسي۔ وزيراعظم ووئيل سږ كال د ابادۍ د نړيوالې ورځ موضوع ټولو لپاره يو لچکدار او مساوي سباٶن لپاره جامع ډېټا جوړول دي كومه چې پاکستان لپاره زمونږ د وژن عكاس ده۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د دې خبرې باوري كولو عزم لرو چې زمونږ په پاليسيو او پروګرامونو كښې ګرد هېواد څخه د هر كس ٬ كميونټۍ غږ شامل وساتلے شي٬ جامع ډيټا مونږ صحت او د تعليم نه تر معاشي موقعو او سماجي تحفظ څانګو په ګوته كولو جوګه جوړوي كومې چې زمونږ د هڅو متقاضي دي۔ وزيراعظم ووئيل معاشي پرمختګ٬ د اولس ژوند ژواك ښه كول او په غربت كښې كمي لپاره په آبادۍ كښې د اضافې مسئلو مخنيوي او د وسائلو او آبادۍ د حجم ترمېنځه د توازن پېدا كولو ضرورت دے۔ وزيراعظم ووئيل حكومت د بېلا بېلو ضرورتونو او د آبادۍ چېلنجز بشپړ ادراك لري٬ مونږ د داسې ټولنې تشكيل لپاره كار كولې شوو چې پكښې د خپلو وسائلو سره د پرمختګ تر موقعو يو برابر رسنه ترلاسه وي۔ وزيراعظم ووئيل د ابادۍ لويه برخه په ځوانانو مشتمل ده چې پكښې 65 فيصده آبادي د 30 كالو څخه د كم عمر ځوانانو ده او د آبادۍ دا تناسب هېواد لپاره د موقعو او چېلنجز سبب دے۔ كه يو خوا د پاکستان ځوانان د معاشي پرمختګ٬ جدت او سماجي ترقي د مخ په وړاندې بوتللو بلها صلاحيت لري نو بلخوا د ځوانانو لويه آبادي د تعليم، روزګار او د سماجي انضمام په اړه هم چېلنجز سره مخ دي٬ زمونږ حكومت په تندۍ سره د رامخې ته كېدونكې معيشت مقابلې لپاره دې ځوان كول ته معياري تعليم او هنر وركولو لپاره پخپلو هڅو كښې پرعزم دے۔ وزيراعظم ووئيل مونږ ځوانانو لپاره د ملازمت پراخه موقعې پېدا كوٶ دغسې چې دوي خپل صلاحيتونه پكار راوستلے شي۔ وزيراعظم په ټولو اړوندو ډلو، سرکاري محکمو، سول سوسائټۍ، نجي څانګې او په نړيوالو شراكتدارو زور رواړو چې ھغوي غوره سباوٶن لپاره زمونږ په هڅو كښې مرسته وكړي٬ مونږ يو داسې پاكستان جوړولې شو چرته چې د آبادۍ د تل پاتي نمو د لارې عزت٬ سلامتيا او د خوشحالۍ ژوند ترلاسه وي۔