پارلمان د پاکستان اصل څېره رامخې ته كړې٬ ټولو سياسي ګوندونو د هېواد ګټې له قامي مفاد له اهميت وركړې

image
APP41-08 ISLAMABAD: January 08 - Special Assistant to the Prime Minister on Information and Broadcasting, Dr. Firdous Ashiq Awan talking to media along with Leader of the House in Senate, Syed Shibli Faraz & Senator Faisal Javed. APP

اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي پارلمان د پاکستان اصل څېره رامخې ته كړې٬ ټولو سياسي ګوندونو د هېواد ګټې له قامي مفادو له اهميت وركړې٬پارلمان او ميډيا د مباركۍ حقدار دي٬ نن د جمهوريت عمل بشپړ شوې۔ د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې سناتورانو شبلي فراز او فېصل جاوېد سره په ګډه ميډيا سره په خبرو كښې ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل ټول قام له مباركي وركوم ٬ د پاكستان پارلمان د پاكستان فلاحي او د جمهوري رياست رښتنې څېره رامخې ته كړې ۔دې ووئېل په قامي اسمبلۍ كښې چې د يوالي او روغې جوړې كوم شاندار روايت تر نظره شوې ٶ ٬ نن په سېنېټ كښې هم د ھغې روايت تر مخه د قانوني عمل بشپړولو سره د هېواد پراخه ګټې له د بالغ نظرۍ او د سياسي بصيرت څرګندونې سره قانون سازي شوې ۔ دې ووئيل دې څخه دا حقيقت رامخې ته كېږي چې د هېواد د وزيراعظم ذمه واري وه چې د هېواد دفاع باوري كړي ٬ د چا چې ذمه واري وه ھغه ته واك وركړې شو چې دا لا قوي كړئ ۔ دې ووئيل جمهوريت سره تړلې رويې په عملي توګه د پاكستان دننه د منطقې مجموعي صورتحال تر مخه ټولو سياسي مشرانو او قامي سوچ لرونكو ګوندونو پاكستان ته تقويت وركړې٬ قامي مفادات ئې قوي كړي او د هېواد دفاع لا قوي كولو لپاره ئې عملي ګامونه پورته كړي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل سروسز اېکټ بل منظورېدو نه پس پارلمان ٬ سېنېټ او ميديا ټول د مباركۍ مستحق دي٬ ميديا هېواد او قام لپاره غږ پورته كړې او جمهوري عمل بشپړ شوې ۔ دې ووئيل په سېنېټ كښې د مخالفې ډلې غړو دلته خبرې كړې ٬ نن د قامي وحدت ضرورت دے ٬ سېنېټ په ټاپه لګولو ثابت كړې چې په مشكل وخت كښې قام په چېنلج قبلولو پوهېږي٬ قام يو موټې كېږي او د پاكستان مخالفينو ته ځواب وركوي۔ دې ووئېل قامي يوالې به مخ په وراندې بيايو او په نورو مسئلو به هم مخالفه ډله د غسې جذبې او فراست سره مخ په وړاندې ځي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د سياسي سنجيدګي عملي عكس ټول سياسي ګوندونه د منطقې د بدلېدونكې وضعې تر مخه دې خبره ته سلا كړي چې پاكستان مخ په وړاندې بوتلل دي٬ دې لپاره يوالي ته اړتيا ده او هيله لرو چې د يوالي عمل به مخ په وړاندې لاړ شي او مخالفه ډله به حكومت سره ولاړه وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل اختلاف لرل د جمهوري ټولنې برخه ده ٬ چرته چې غلطي كېږي مخالفه ډله دې ورته ګوته نيسي مونږ به ئې اصلاح كوٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل قانون سازي د يو كس يا ادارې د

مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں