د كورونا وائرس وبا مخ نيوي لپاره وړوكو روغتونونو ته د اسانيو وركولو تجويزونه

image

اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) په قومي اسمبلۍ كښې په بجټ د بحث په مهال د اسمبلۍ غړو د پخوانې فاټا ضم شويو ضلعو لپاره په اېن اېف سي كښې د درې فيصده كوټه عملدرآمد، په بلوچستان، ګلګت بلتستان او پخوانې فاټا كښې د تهري او فور جي انټرنېټ سروس غوښتنه كړې او د كورونا وائرس وبا مخ نيوي لپاره ئې وړوكو روغتونونو ته د اسانيو وركولو تجويزونه وركړي دي. د نهې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د راتلونكي مالي كال په بجټ د بحث په مهال د قومي اسمبلۍ غړي ساجد طوري ووئيل چې بهرمېشته پاكستانيان ډېر په تكليف كښې دي، د هغوي ستونزې ته زر حل كړې شي، مونږ د خارجه وزارت څخه وېزو د پراختيا خواست هم كړے. ده ووئيل چې ضم شويو ضلعو لپاره د اېن اېف سي په مد كښې د 110 اربه روپو رقم جوړېږي، دغسې په پي اېس ډي پي كښې د 24 اربه او ډونرز لپاره د 5 اربه روپو وركولو باور وركړے شوے و. په 56 اربه روپو كښې د پي اېس ډي پي 24 اربه روپې شاملې دي. بايد وفاق د سندھ حكومت سره خبره وكړي. ده ووئيل چې د پاتې سيمو زده كوونكي تهري او فور جي انټرنېټ لپاره احتجاج كوي، خو څوك ئې غوښتنه نه اوري. ده په ضم شويو ضلعو كښې د امن او امان ښه كولو غوښتنه هم وكړه. د قومي اسمبلۍ غړي علي خان جدون په بجټ بحث كښې برخه اخستلو سره ووئيل چې په بجټ كښې په اولس كوم بوج نه دې اچول شوے او دا ډېره خوشبينه خبره ده. د هېواد لوي روغتونونه په دې وخت كښې د كورونا خپرېدو مركزونه جوړېږي، كه هر څو دا صوبائي معامله ده خو بايد وفاق هم دې مسئلې ته پام وكړي. مونږ سره د روغتونونو ښه كولو دا غوره موقع ده او بايد د دې څخه استفاده وكړې شي. بايد مونږ بي اېچ يوز ته اسانيې وركړو چې دغسې د كورونا رنځوران تر خپله سيمه محدود وي. ده په خپله سيمه كښې د برېښنا او د ګاز د ستونزو حل كولو غوښتنه هم وكړه. د مجلس عمل غړي سيد محمود شاه په بجټ بحث كښې برخه اخستلو سره ووئيل چې په بجټ كښې صوبې نظرانداز كړې شوې دي. بلوچستان لپاره يوازې د لس اربه روپو فنډ ناكافي دے. حكومتي غړو ته پرمختيائي فنډ وركول كېږي، آيا مونږ د اولس استازي نه يو.

مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں