اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ په 27 غړو كښې 14 غړو كووېډ- 19 له ماتې وركړې ده . د قومي اسمبلۍ غړي احسن اقبال، شېخ رشيد احمد، عامر ډوګر، مريم اورنګزېب او شهريار آفريدي ښه شوي ۔ تر اوسه د قومي اسمبلۍ 27 غړي كووېډ-19 سره مخ شوي. د تازه شمېرو له مخې 14 غړي روغ شوي او پارلمان ئې د خپلې روغتيا نه خبر كړے. شیخ رشید احمد‘ احسن اقبال‘ شاهدہ اختر علی‘ اسامه قادری‘ عامر ډوګر‘ ظهور حسېن قریشی‘ وجیهه اکرم‘ جے پرکاش‘ ساجد طوری روغ شوي دي. كوم چې اوس هم د كورونا سره په جنګ دي په هغوي كښې شهبازشریف‘ شاهد خاقان عباسی‘ فرخ حبیب‘ ایاز صادق‘ رائے مرتضیٰ ‘علی راحت امان اللہ شامل دي ۔ حاجی امتیاز احمد‘ امین الحق‘ جاوید حسنین شاہ‘ عثمان ترکئی‘ مولانا انور‘ ملک نیاز جھکړ او عالمګیر خان شامل دي .