اېن ډي اېم اے صوبو ته ډاكټرانو له د حفاظتتي سامان 9 كھېپ ولېږلو- وياند

image

اسلام آباد ۔ 26 جون (اے پی پی) د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی لخوا ډاكټرانو له د حفاظتي سامان 9 م كھېپ صوبو ته د لېږلو عمل بشپړ كړے شوے ۔ د اېن ډی اېم اے وياند له مخې د پنجاب، ګلګت بلتستان او آزاد کشمیر روغتونونو ته حفاظتي سامان لېږلے شوے ۔ پنجاب ته 2 لکه سرجیکل ماسک او 45 زره آئی سی یو ماسک ٬ جی بی ته 50 زره او آزاد کشمیر ته 40 زره سرجیکل ماسک لېږلے شوي۔ دغسې جی بی ته 15زره او آزاد کشمیر ته 12 زره آئی سی یو ماسک هم ولېږلے شول۔ پنجاب ته 20 زره، جی بي ته 5 زره او آزاد کشمیر ته 4 زره حفاظتی سوټ هم وركړے شوي۔ دغسې پنجاب ته 50 زره، جی بی او آزاد کشمیر ته 15، 15 زره سرجیکل ګاؤن سره پنجاب له 200 او جی بی او آزاد کشمیر له 100، 100 تھرمل ګنز هم وركړے شوي۔ دغسې د هېواد ټولو برخو ته په زياته شمېره حفاظتی چشمې ، پلاسټک بوټ او دستانې هم لېږلې شوي

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان
متعلقہ مضامین
مزید خبریں