د هوابازې وفاقي وزير غلام سرور خان بيړني خبري كنفرنس ته وېنا

image
APP55-26 ISLAMABAD: June 26 - Federal Minister for Aviation Ghulam Sarwar Khan briefs the media about the action being taken by the federal government against irregularities in the licenses of pilots. APP

اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) د هوابازې وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي د شكي لائسنس لرونكو په 262 هوابازانو كښې د پي آئي اے د 141 هوابازانو لسټونه او كوائف د مراسلې سره لېږلے شوي او د فلائټ آپرېشن نه د منع كولو ورته هدايت شوے، د ايئر بليو د 9 ، د سرين ائير لائن د 10 او د نورو نجي ايئر لائن د شكي لائسنس لرونكو هوابازانو لسټونه د مراسلې جاري كولو نه علاوه په وېب پاڼه هم جاري كړې شوي ، د 28 هوابازانو د انكوائرې ټول عمل ترسره شوے، د لائسنس د منسوخې منظوري به د وفاقي كابينې نه ترلاسه كولې شي، د لائسنس اتهارټۍ د 5 سينئر افسرانو د معطلۍ او د محكمانه انكوائرې احكامات هم جاري كړې شوي ، د جعلي لائسنس لرونكو او په اجرا كښې د ككړو كسانو په ضد د فوجدارې مقدمې په جوړولو غور كوو. وفاقي وزير دا خبرې په پي آئي ډي كښې بيړني خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. وفاقي وزير غلام سرور خان ووئيل په 860 هوابازانو كښې د شكي لائسنس لرونكو هوابازانو د انكوائرې عمل به د فرق نه غېر په سځپلي ډول ترسره كولے شي. ده ووئيل دا ټول كسان د كال 2018م نه وړاندې بهرتي كړې شوي ، مونږ په پي آئي اے كښې يوه هم نوې بهرتي نه ده كړې. ده ووئيل د سترې محكمې په امر جعلي ډګري لرونكي 280 كسان د وړاندې نه د ملازمتونو نه برخاست كړے شوي

مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں