ګورنر شاه فرمان په اسټاك اېكسچېنج د ترهګرو د بريد غندنه وكړه

image

پېښور ۔29جون (اے پی پی) د خېبر پختونخوا ګورنر شاه فرمان په پاكستان اسټاك اېكچېنج د ترسره شوي ترهګر بريد په سختو ټكو غندنه كړې ده ۔ ده د ترهګرو د ډزو په نتيجه كښې د شهيدو شوو ساتندويو او پوليس اهلكارو كورنيو سره د زړه د كومي غمرازي كولو سره د شهيدانو لوړو درجو او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا كړې ۔ ګورنر هاؤس څخه جاري بيان كښې ګورنر شاه فرمان ووئيل د امنيتي ځواكونو په وخت كارروائۍ سره هېواد د لوي زيان څخه بچ شوے۔ ده ووئېل امنيتي ځواكونو په مړانه مقابله كولو سره د ترهګرو بريد ناكامه كړے۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو كردار د ستائنې وړ دے

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں