د وزیراعظم عمران خان د 15 نېشنل پارکس جوړولو منصوبې پېل كولو په موقع دستورې ته خطاب

image

اسلام آباد ۔ 2 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پخوانو حكومتونو ماحوليات ته پام لرنه نه ده كړې ۔ وخت راغلے چې مونږ ماحول محفوظه جوړولو لپاره ګامونه پورته كړو۔ نېشل پاركس جوړول راتلونكو نسلونو له يو مهم ګام دے۔ په ایکو ټورازم پوهېدو او نړۍ څخه د دې زده كولو ته اړتيا ده۔ د ځائي وګړو شاملېدو سره به د پاركس او نايابه ځناورو حفاظت ممكن شي او د روزګار موقعې به ترلاسه شي۔ د پاکستان وائلډ لائف كښې نړۍ ژوره خوښي لري۔ ماسټر پلان او ټاؤن پلاننګ ته به پام ګرځول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د ماحول محفوظه جوړولو په لړ كښې د 15 نېشنل پاركس جوړولو منصوبې پېل كولو په موقع دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ د وزيراعظم د ماحوليات صلاحكار ملک امین اسلم، د اطلاعات او خپرونو لباره د وزيراعظم خاص مرستيال لېفټېننټ جنرل (ر) عاصم سلیم باجوہ، د وزیراعظم خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل او د موسمياتي بدلون وزير مملكت زرتاج ګل په شمول د وډیو لنک د لارې د پنجاب اعلې وزير عثمان بزدار، د خېبر پختونخوا اعلیٰ وزير محمود خان ٬ د صوبائي حكومتونو او د ګلګت بلتستان او آزاد كشمير نمائندګان هم په دې موقع موجود وو۔ د ورلډ بېنک کنټری ډائرېکټر او اېشین ډوېلپمنټ بېنک، د آئی یو سی اېن کنټری ډائرېکټر او د ډبلیو ډبلیو اېف سینئر ډائرېکټر هم دستوره كښې موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل د دې منصوبې په پېل كېدو مباركي دركوم۔ ده ووئيل د هېواد وداني تندۍ سره مخ په زياتېدو ده كه مونږ د سېلګرۍ خپلې ښكلې سيمې بچ نه كړې نو راتلونكي نسلونه به دا سيمي و نه ليدلے شي۔ ده ووئيل پاكستان ښكلا او تنوع لري۔ دلته 12 ایکولوجیکل زونز دي كوم چې نړۍ كښې چرته نشته۔ ولې خلق دې نه خبر نه دي۔ زمونږ استطاعت لرونكي رخصتۍ لمانځلو له بهر هېوادونو ته ځي چرته چې د دوي لوي لوي محلونه شته ۔ دوي د پاكستان د ښكلا نه خبر نه دي۔ ده ووئېل نړۍ د پاكستان وائلډ لائف كښې ژوره خوښي لري۔ ده د خېبر پختونخوا اعلې وزير ته هدايت وكړو چې د سېلګرۍ نوې سيمې تر هغه وخت نه پرانيزي تر كومې چې په دې اړه قواعد و ضوابط (بائی لاز) جوړې نه كړے شي۔

مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں