د اپوزيشن په غونډه كښې د عمران خان حكومت په دوو كلونو كښې د كرپشن كوم سكېنډل نه رامخې ته كېدل تسليم كړے شوي

image

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي دوه اونۍ وړاندې په كراچې كښې د اپوزيشن يوه غونډه شوې په كومه كښې چې تسليم كرې شوې چې د عمران خان حكومت په دوو كلونو كښې د كرپشن كوم سكېنډل نه دے رامخې ته شوے . د جمعې په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې ده ووئيل اوس اپوزيشن دا پرېكړه كړې چې په پي ټي آئي به د كرپشن بې بنسټه تور لګولے شي او دومره ځل به دروغ وئيلے شي چې خلق پرې يقين شروع كړي.

مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں