اسلام آباد 29 جولائي (اے يي يي) وزيراعظم عمران خان سره د سوئيلي پنجاب ضلعو څخه تعلق لرونكو د قامي اسمبلۍ غړو د شورو په ورځ اسلام آباد كښې ليدل دي ۔ په ملاقات كښې وفاقي وزيران شاه محمود قرېشي، سيد فخر امام، مخدوم خسرو بختيار، وزراﺀ مملكت زرتاج ګل، محمد شبير علي قريشي، د قامي اسمبلۍ غړو ملك عامر ډوګر، ظهور حسېن قرېشي، مخدوم زين حسېن قرېشي، محمد ابراهيم خان، رانا محمد قاسم نون، ميا محمد شفيق، طاهر اقبال، اورنګزېب خان کچھي، مخدوم سميع الحسن ګېلاني، سيد مبين احمد، چودھري جاوېد اقبال، عامر طلال ګوپانګ، عبدالمجيد خان نيازي، نياز احمد جھکړ، خواجه شيراز محمود، محمد امجد فاروق خان کھوسه، سردار نصراﷲ خان درېشك، سردار رياض محمود مزاري، کنول شوذب، ډاکټر افضل ډھانډله، ثناء اﷲ مستي خېل او سردار محمد خان لغاري شامل وو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ له مخئ غړو سره خپلو خبرو كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل سوئيلي ينجاب لپاره د موجوده حكومت لخوا د پورته كړو ګامونو مقصد د سوئيلي پنجاب اولس ته نمائندګي وركول او هغوي اختيار منده كول دي دغسې چې د هغوي مسئلې په چوكاټ دننه حل كړے شي۔ په دې لړ كښې وزيراعظم د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې د كمېټئ جوړلو امر هم وكړو كومه چې به د پنجاب اعلٰې وزير سره ملاقات كوي او په انتظامي چارو كښې په رامخئ ته مسئلو خبرې اترې كوي۔