مخنث كسان په وړومبي ځل په احساس پروګرام كښې شامل كړې شوي، د دوي بهترې لپاره د وزيراعظم په وېنا ټاسك فورس تشكيل كړے شوے

image

اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د پارلماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان وئيلي دي مخنث كسان په وړومبي ځل په احساس پروګرام كښې شامل كړې شوي، د دوي بهترې لپاره د وزيراعظم په وېنا ټاسك فورس تشكيل كړے شوے، دې كسانو لپاره د تحفظ مركزونه جوړولې شي. د ګل په ورځ د قومي اسمبلۍ غونډه كښې د اسما قدير او د نورو د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې پارلماني سېكرټري لال چند ووئيل دا صوبائي معامله ده، په اسلام آباد كښې په مخني كسانو د تشدد درې كېسونه درج شوي، قانون ټولو لپاره برابر دے. پارلماني سېكرټري مخنث كسانو لپاره د شوو اقداماتو ذكر وكړو او وې وئيل چپه ټول هېواد كښې د مخني كسانو شمېره تقريباً لس زره څلور سوه ده. په دې موقع ډاكټر بابر اعوان ووئيل مخنث كسان په وړومبي ځل په احساس پروګرام كښې شامل كړے شوي ، د دوي بهترې لپاره د وزيراعظم په وېنا ټاسك فورس تشكيل كړے شوے، دې كسانو لپاره د تحفظ مركزونه جوړولې شي

مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں