اسلام آباد 21 اګست (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قریشی وئيلي دي پاکستان د ترهه ګرۍ له امله تر ټولو زيات ځپلے كيدو باوجود د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د نړيوالي ورورولۍ سره ولاړ دے او ترهه ګرۍ ځپليو سره بشپړه مرستې له لوظي دے ۔ د جمعې په ورځ د ترهه ګرۍ ځپلو كسانو ياد او هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كولو نړيوالې ورځ په موقع خپل يو پیغام كښې خارجه وزير ووئيل پاکستاني قام د روشن خیالۍ ، رواداری او شريكې مينې څرګندونه كړې ٬ مونږ له به دغه نوره هم مستحکمول وي۔ خارجه وزير ووئيل د ترهه ګرۍ ځپليو او د هغوي كورنيو سره د يووالي څرګندونه كوو۔ ده ووئيل تيرو دوو لسيزو راهسې د ترهه ګرۍ له امله پاکستانی اولس تر ټولو زيات زيان پورته كړے او 70 زره څخه زيات كسان مړه شوي او 120 اربه ډالره معاشي زيان شوے۔ ده ووئيل دغسې په دې مهال ځواكونو او قانون نافذ کوونكو اهلکارو د هيواد دفاع لپاره قربانۍ وركړي۔ خارجه وزير ووئيل د قانون نافذ کوونكو ادارو، وسله والو ځواكونو شهيدانو او د پاکستانو وګړو د كورنيو مننه كوو چا چې د پاکستان او پاكستانيانو د آزادۍ ، حفاظت او سلامتیا لپاره قربانۍ وركړې۔ ده ووئيل د پاکستان حکومت او اولس دغه قربانۍ چرې هم نه شي هيرولې۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان عزم عمر له مستحکم ؤ۔ خارجه وزير ووئيل مونږ له به د دې ورځ یاد لمانځلو سره د هند غیر قانونی مقبوضه جمو او کشمیر بې ګناه وګړو په ضد د هند ریاستی ترھه ګرۍ ځپلي هم ياد ساتل وي۔ ده ووئيل 1990 نه پس د هند قابضو عسكرو د يو لکه څخه زيات کشمیریان شهيدان كړي، 22000 ميرمنې كونډې شوي،يو لکھ څخه زيات ماشومان یتیمان شوې۔ ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به د ریاستی ترھه ګرۍ او انسانیت په ضد سختو جرمونو كښې ككړ د هند سول او پوځي اهلکارو په ضد قانونی کارروائی كول وي