وزیراعظم دفتر چئیرمین اېف بی آر ته د 556 حل كړو ګيلو د بيا اورېدو سپارښتنه وكړه

image

اسلام آباد 24 اګست (اے پی پی) د پاكستان سیټیزن پورټل د لارې د اېف بی آر افسرانو د كاركردګۍ جانچ پړتال بشپړ شوے ، پرائم منسټر ډلیوری یونټ ته د اېف بی آر افسرانو كاركردګۍ رپورټ ترلاسه شوے۔ پرائم منسټر ډلیوری یونټ له مخې د اېف بی آر چیئرمین ته ليږلي رپورټ كښې وئيلي شوي اېف بی آر د 68 افسرانو ډیش بورډ جانچ پړتال كړے ۔ اېف بی آر 10 اعلی افسرانو ته په خرابه كاركردګۍ سخت وارننګ جاري كړے او د خفګان څرګندونه ترې شوې ۔ د رپورټ تر مخه ممبر كسټم پالیسی،ډی جی كسټم انټیلی جنس،چیف كلكټر بلوچستان ته د خفګان څرګندونې خطونه جاري شوي ۔ د كراچۍ چیف كمشنر آئی آر، اسلام آباد چیف كلكټر ، د كراچۍ كسټم ډی جی له په ښه كاركردګۍ ليټرز وركړې شوي۔ په خرابه كاركردګۍ د كسټم آپرشن ممبر ، د فيصل آباد چیف كمشنر آئی آر نه خفګان ښكاره كرې شوې ۔ رپورټ كښې افسرانو ته د وګړو ګيلو په اړه د كاركرګۍ ښه كولو سپارښتنه شوې ۔ د وګړو مسئلو نه حل كولو په صورت د سختې كاروائي كولو عندیه وركړې شوې ۔ وزیراعظم آفس چیئرمېن ایف بی آر ته د 556 حل كړو ګيلو د بيا اورېدو سپارښتنه كولو سره وئيلي دي د وګړو ګيلې دې په ميرټ حل كړے شي او د اېف بي آر چیئر مین دې د ګيلو حل كولو رپورټ جمع كړي۔ د رپورټ له مخې د ښې كاركردګۍ ښودونكو افسرانو ستائنه شوې ۔ د آئی ټی ممبر،چیف مینیجمنټ آئی آر،پينډۍ چیف كمشنر آئی آر او بهاولپور كاركردګی ستائلې شوې ده

مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں