اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د تعليم او وظيفه اي تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي په هېواد كښې د يو ډول تعليمي نصاب په نتيجه كښې به د طبقاتي تعليم رجحان كم شي، په نصاب كښې مو يووالي راوستے، دا د 21مې پېړې نصاب دے، اپوزيشن به اېن آر او ترلاسه نه كړي، ګراني كنټرول كوو. د نهې په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل د ايماندار وزيراعظم په مشرې كښې به په ټولو چېلنجونو قابو موندلے شي. ده ووئيل مونږ د تعليم په څانګه كښې بهترې لپاره اقدامات كړي. مونږ ماډل ټېكسټ بك جوړوو. ده ووئيل د تفصيلي مشق نه پس يو ډول نصاب تيار كړے شوے. ده ووئيل د ستمبر د 15مې نېټې نه به تعليمي ادارې پرانستلې شي.د دې څخه وړاندې به د تعليم د وزيرانو او د روغتيا د وزيرانو غونډه هم كېږي. ده ووئيل د زده كوونكو چې څومره زيان شوے، د پوره كولو هڅه به ئې كولې شي. وفاقي وزير ووئيل حكومت به خپله آئيني موده پوره كوي.