اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاكټر عارف علوی وئيلي دي چې پاکستان په افغانستان د امن او استحکام ودې لپاره په زړه پورې هڅې كوي، امناكه او مستحکم افغانستان نه يوازې د دواړو هيوادونو بلکې د سيمې په ګټه هم دے۔ د دې خیالاتو څركندونه ده د ګل په ورځ افغانستان كښې د پاکستان نومول شوي سفیر منصور احمد خان سره په ملاقات كښې وكړه۔ صدر مملکت ډاكټر عارف علوی ووئيل پاکستان افغانستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او افغانستان كښې امن او معاشی پرمختګ غواړي، پاکستان افغانستان كښې د امن او استحکام ودې لپاره په زړه پورې هڅې كوي، امناكه او مستحکم افغانستان نه يوازې د دواړو هيوادونو بلكې د ټولې سيمې په ګټه دے۔ ده ووئيل پاکستان او افغانستان شريك كلتور او مذهب لري او د دواړو هيوادونو ترمينځه اړيكو لا قوي كولو ته اړتيا ده۔ صدر عارف علوی په نومولې شوي سفیر زور راوړو چې د دواړه هيوادونو ترمينځه اقتصادی، سیاسی او اولس ګټو رابطو مستحکمولو له دې كار وكړي۔