د حكومت لومړۍ ترجيح د پسمانده طبقو خېرښګړه او د لرې پرتو سيمو پرمختګ او خوشحالي ده۔ د وزيراعظم عمران خان د بلوچستان د صوبائي کابينې غړو سره ملاقات كښې څرګندونې

image
APP34-11 QUETTA: September 11 - Cabinet members of Balochistan government called on Prime Minister Imran Khan. APP

کوئټه 11 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د بلوچستان واړو سيمو او په خاص توګه د سوئيلي بلوچستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره به ټول وسائل كارولې شي٬ د حكومت لومړۍ ترجيح د پسمانده طبقو خېرښګړه او د لرې پرتو سيمو پرمختګ او خوشحالي ده۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د جمعې په ورځ د بلوچستان د صوبائي کابينې غړو سره په ملاقات كښې وكړې۔ په دې موقع د دفاعي پېداوار وفاقي وزيره زبېده جلال، د ا طلاعات او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز، د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر، د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوري او د بلوچستان وزيراعليٰ جام کمال خان موجود ٶ۔ د وزيراعظم ميډيا آفس له مخې په صوبائي وزيرانو كښې د تعليم وزير سردار يار محمد رند، د اوبه خور صوبائي وزير نوابزاده طارق مګسي، داخله وزير ضياء اﷲ لانګو، د زراعت وزير انجينئر ذمارك خان، د لوبو وزير عبد الخالق هزاره، د سوشل وېلفيئر وزير مير اسد اﷲ بلوچ ، د لوكل ګورنمنټ وزير سردار محمد صالح بھوتاني، د خوراك وزير سردار عبدالرحمن کھېتران،د كميونيكېشن اېنډ وركس وزير مير محمد عارف محمد حسني، د صحت وزير نور محمد ډومر، د خزانې وزير ظهور احمد بلېدي، د بورډ آف رېونيو وزير سليم احمد کھوسه، د آئي پي سي وزير عمر خان جمالي،د صنعت او كامرس وزير حاجي محمد خان عثمان خېل، د لائيو سټاك وزير مټھا خان کاکړ، د اېكسائز اېنډ ټېكسېشن سلاحكار ملك نعيم خان بزائي، د لېبر و مېن فاور سلاحكار حاجي محمد خان لهري، د فشريرز سلاحكار حاجي اکبر اسکاني او د سروسز و جنرل اېډمنسټرېشن سلاحكار سردار سرفراز چاکر ډومکي شامل وو۔ وزيراعظم ووئيل د حكومت لومړۍ ترجيح د پسمانده طبقو خېرښګړه او د لرې پرتو سيمو پرمختګ او خوشحالي ده ٬ د بده مرغه په ماضي كښې بلوچستان سره شوې لوظونه عملي شوې نه ٶ٬ بلوچستان لپاره زمونږ حكومت په پي اېس ډي پي كښې زيات فنډ بېل كړې كومه چې زمونږ د حكومت بلوچستان سره تړون او د زړه د اخلاص د شويو لوظونو عكاسي ده۔ وزيراعظم ووئيل د رقبے په توګه بلوچستان د پاکستان لويه صوبه ده دلته د پرمختګ بلها صلاحيت او موقعې موجودې دي۔ ده ووئيل بلوچستان كښې د پرمختګ په اړه ترجيحات مرتب كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل کچي کېنال څخه د زرعي پرمختګ بلها امكانات روښانه كېدې شي٬ د کورونا وبا په صورتحال كښې بهتري راغلې خو مونږ له نور اختياط كول دي۔ وزيراعظم ووئيل ډېر زر به د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر بلوچستان دوره كوي او د سوئيلي بلوچستان پرمختګ لپاره د خاص پېكېج مرتب كولو په اړه به مشاورت كوي۔ په دې موقع وفاقي وزير اسد عمر ګډون كوٶنكي خبر كړل چې د منصوبه بندۍ وزارت د بلوچستان پرمختګ او سوكالۍ په اړه يوه کوآرډينېشن کمېټي جوړه كړې ده چې پكښې د ټولو شراكتدارو نمائندګي شته۔ په دې موقع د بلوچستان وزيراعليٰ او د كابينې غړو د بلوچستان پرمختګ او سوكالۍ كښې د دلچسپۍ په څرګندونه د وزيراعظم عمران خان مننه وكړه۔ د صوبائي كابينې غړو په دې موقع ووئيل چې وزيراعظم عمران خان چې د تعميرات څانګې په اړه كوم اقدامات كړې دې ھغې سره به د روزګار موقعې پېدا شي او ټول اسټيک هولډرز به هم مستفيد شي۔ غړو په وېسټرن كوريډور پېل كولو د وزيراعظم د زړه د خلاصه مننه وكړه٬ غړو د كراچۍ چمن سړك اهميت له مخې ډبل كولو سره كېرج وے جوړولو په اړه د منصوبه بندۍ عمل په پېل كولو هم د وزيراعظم مننه وكړه

مضمون کا ماخذ : پاور بال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں