اسلام آباد ۔ 27 ستمبر (اے پی پی) د افغانستان د اعلی كچې مفاهمتي كونسل مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ګل په ورځ په درې ورځنۍ دوره پاکستان ته راځي. هغه به د اعلی كچې مفاهمتي كونسل پلاوی سره وي. د اتوار په ورځ د بهرنیو چارو وزارت لخوا جاري شوي يو بيان كښې وئیلې شوي چې ډاکټر عبدالله به د خپلې دورې په مهال صدر مملكت ډاکټر عارف علوي ، وزیر اعظم عمران خان ، د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني ٬د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قیصر ٬ د بهرنیو چارو وزیر مخدوم شاه محمود قرېشي او نورو چارواکو سره وویني. د هغه دې دورې سره به افغانستان کښې د امن عمل كاميابۍ او د پاکستان – افغانستان دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا سره سره ګاونډي هېودونو سره رابطو ته وده وركولو او ددې مستحكم كولو كښې مرسته ترلاسه شي