اپوزيشن د نظام په ضد سازش كوي۔ د خارجه وزير ملتان كښې خبري كنفرنس ته خطاب

image

ملتان۔18اکتوبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې بلاول بھټو د خپلو بيانونو د لارې د هندي د بيانيې حصه دار جوړېږي۔ دې بايد داسې ونكړي۔ بلاول دې كشيميريان نه مايوسه كوي او د هغوي تحريك ته دے زيان نه رسوي۔ پاكستان كشميري اولس سره ولاړ دے۔ مونږ په يو كال كښې درې وارې سلامتي كونسل كښې د كشمير مسئله پورته كړه كومه چې پخوا ډېر شاته تلې وه۔ ددې خيالاتو څرګندونه هغه د اتوار په ورځ ملتان كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ خارجه وزير ووئيل بلاول بھټو د ګوجرانوالې جلسه كښې د كشمير ذكر كولو سره وئيلي وو چې پاكستان په كشمير چپ پاتے شوے۔ هغه ووئيل بلاول چې د كوم آرټيكل 370 خبره كوي هغه زمونږ په نزد هېڅ وقعت نه لري۔ ولې هند چې كله د كشمير د حېثيت بدلولو هڅه وكړه نو وزيراعظم عمران خان په نيويارك كښې او ما په جنېوا كښې دا مسئله پورته كړه۔ خارجه وزير ووئيل اپوزيشن په مونږ د لګولو تورونو نه ښه خبر دے چې هغه هېڅ حېثيت نه لري۔ او هغوي چې د كومو ستونزو خبره كوي هغه دې دوه كاله كښې نه دي رامخې ته شوې بلكې د هغې ذمه واري د دوئي په حكومتونو راځي۔ خارجه وزير ووئيل اولس دې دواړو ګوندونو ته موقعه وركړې ولې دوئي اولس مايوسه كړې دې۔ اپوزيشن ته دا هم معلومه ده چې پي ډي اېم اے يو منتشر اتحاد دے۔ يو وقتي اتحاد دے۔ يو غېر فطري اتحاد دے۔ نه ئې بېرغ يو دے ٬ نه لارښود او نه نظريه۔ دا د بېلو خيالونو لرونكي خلك دي كوم چې ويرې اخستلو سره يو ځائې شوي دي۔ د دوئي په ضد د كرپشن مقدمې دي كومې چې منطقي انجام ته رسېدونكي دي۔ دا عمران خان جوړې كړې نه دي بلكې دوئي د يو بل په ضد جوړې كړې دي۔ دوئي ته خپل سباؤن تياره ښكاري۔ خارجه وزير ووئيل دا پخواني لوبغاړي عمران خان د خپلې خوارۍ د لارې كلين بولډ كړې دي۔ كوم چې ئې كلين بولډ كړي دي هغوي د ګوجرانوالې په سټېج موجود وو۔ خارجه وزير ووئيل بلاول بھټو نه بايد دا پوښتنه وكړې شي چې ستا ګوند دولس كلونو نه سندھ كښې حكومت كوي۔ پخوا دې ګوند د ذوالفقار علي بھټو او بې نظير بھټو په نامه څو وارې ووټ اخستے دے دوئي نور څو ځله اولس بې وقوفه جوړوي۔ خلك اوس شعور لري هغوي خپله پرېكړه پخپله كوي۔ هغه ووئيل كوم وخت چې نواز شريف تقرير كولو نو د نون ليګ كارمندانو لاسونه پړقول ولې د پيپلز ګود كارمندان چپ وو۔ د بلاول د تقرير په مهال د نون ليګ كارمندان سټېډيم نه روان شول او كله چې د فضل الرحمن خطاب وو نو سټېډيم خالي وو۔ مونږ دې خلكو ته بشپړه آزادي وركړې وه۔ هغه ووئيل چې اپوزيشن د نظام په ضد سازش كوي۔ كه يو ټاكلے حكومت په دې طريقه رخصت كړے شو او دا رواج جوړ شو نو دا نظام به څنګه مخ په وړاندے ځي۔ سياسي استحكام به څنګه پېدا كېږي۔ يو حكومت كه رخصت كړے شي نو د بل په ضد به سازش پېل شي۔ هغه ووئيل اپوزيشن د معيشت په ضد سازش كوي ۔ د معيشت بحالۍ په لاره كښې ركاوټونه پېدا كولې شي۔ هغه ووئيل زه باور لرم چې سوداګره ورورولي به د دې سازش برخه جوړه نه شي۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں