اولس مشر عارف علوي د حلقه اېن اے 247 ضمني ټاكنو كښې خپل ووټ د ډيفنس فېز سېون كراچۍ پولنګ سټېشن كښې كاسټ كړو

image

کراچی/ اسلام آباد۔21 اکتوبر(اے پی پی) اولس مشر عارف علوي د قومي اسمبلۍ په حلقه اېن اے 247 كښې د اتوار په ورځ د كېدونكو ضمني ټاكنو په مهال خپل ووټ په ډي اېچ اے ماډل سكول ډيفنس فېز سېون كراچۍ كښې جوړ كړې شوي پولنګ سټېشن كښې كاسټ كړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د قومي اسمبلۍ دا چوكۍ د ډاكټر عارف علوي د هېواد اولس مشر ټاكل كېدو په سبب خالي شوې وه۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل په ضمني ټاكنو كښې ټرن آؤټ كم وي ولې بياهم ووټران بايد خپلو ووټونو كارولو له اړوند پولنګ سټېشنونو ته لاړ شي د او د خپلې خوښې كانديد ته ووټ وركړي۔

مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں