څوك كه هر څه وكړي احتساب به ضرور كېږي

image
APP85-24 ISLAMABAD: October 24 – Prime Minister Imran Khan addresses to nation. APP

اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د كرپشن ختمولو او د بدعنوانه كسانو احتساب كولو د لوظ پخلي سره وئېلي دي څوك چې هر څه وكړي احتساب به ضرور كېږي٬په بېرته غږونو دې واوري چې چا سره به هم اېن آر او نه كېږي٬ ځينې ګوندونه د احتساب عمل بندولو له فشار اچوي ٬ خو يو كرپټ به هم نه پرېښودلې كېږي ٬اولس سره مو لوظ كړې چې ټول كرپټ كسان به زندان ته اچولې شي٬د كرپشن كولو زيان اولس ته رسيږي ٬قام دې فكر نه كوي٬لږ وخت لپاره به ستونزو سره مخ كېږو٬پاكستان د كرپشن كينسر مفلوج كړې٬مونږ به د كرپشن دا كينسر ختموو٬د كرپشن ختمېدو سره به هېواد په تندۍ سره پرمختګ وكړي٬د سعودي عرب څخه ښه پېكج ترلاسه شوې٬د نورو ملګرو هېوادونو سره هم خبره روانه ده٬ په قام به ډېر زر زيرې وكړو٬سرمايه كارۍ٬ترسيلات زر او برآمدات زياتولو له اقدامات كوو٬د غريبانانو او كمزورې طبقې ښېګړی له به خاص پیكج ډېر زر اعلان كړې شي٬پاكستان به ډېر زر د قرض اخستلو په ځاې د قرض وركونكو هېوادونو صف كښې شامل شي٬په يمن كښې د جنګ څخه ټول مسلمانان په تكليف كښې دي٬مونږ دوو اسلامي هېوادونو كښې د ثالثۍ او مسلمانانو يو كولو له هڅې كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ قام ته خپل خطاب كښې وكړه۔وزيراعظم عمران خان د خپل خطاب په پېل ووئيل په پاكستاني قام زيرې كول غواړم٬د لوے څښتن شكر كوم چې د سعودي عرب څخه ښه پېكج ترلاسه شوې او د هغې په وجه د قرضونو بوج هم كم شوې٬وزيراعظم د قرضو پھ حقله قام ته تفصيلات وړاندې كولو سره ووئيل د اقتدار ترلاسه كولو سره مونږ د قرضونو بوج سره مخ شوي يو٬مونږ له د قرضونو قسطونه بېرته وركول دي٬دا قرضې وړاندې حكومتونو اخستې وې٬ ده ووئېل كه د دغې قرض قسطونه بېرته ورنه كړی شي نو هېواد ډيفالټ كېږي٬مونږ سره زرمبادله نه وه٬وزيراعظم ووئيل آئي اېم اېف داسې شرطونه اېښودل چې ورسره اولس ستونزو سره مخ كېدو او ګرانې هم راتلله٬ ده ووئېل په دې لړ كښې فشار و كه مونږ نيغ په نيغه آئي اېم اېف ته تللې وو او زيات قرض مو اخستې وې نو د هغې اولس ته زيان رسېدو۔ده ووئيل مونږ هڅه كوله چې د ملګرو هېوادونو څخه قرض واخلو او د آئي اېم اېف څخه لږ نه لږ قرض واخستلې شي۔وزيراعظم ووئيل د لوے څښټن شكر كوو چې مونږ په خپلو هڅو كښې بريالي شوي او د سعودي عرب څخه ښه پیكج ترلاسه شو۔ وزيراعظم ووئېل په سباؤن كښې به په قام نور زيرې هم وكړو٬د نورو هېوادونو سره هم خبرې اترې روان دې او كه په دې لړ كښې مونږ ته نوره مرسته ترلاسه شوه نو مونږ به په اولس او په خاص توګه تنخاداره طبقه كومه چې وړاندې څخه ګرانۍ سره مخ ده پھ هغوي زيات بوج وانچوو۔وزيراعظم د سيمې صورتحال او د دوو اسلامي هېوادونو ترمينځه د تاؤ تريخوالي ذكر كولو سره ووئيل مونږ هڅه كوو چې په څه ډول د ثالثۍ كردار ترسره كړو۔په يمن كښې د جنګ له امله ټول مسلمانان تكليف كښې پراته دي۔ده ووئيل مونږ هڅې كوو چې اسلامي هېوادونه يو شي۔پھ دې لړ كښې چې مونږ څومره مخ په وړاندې لاړو نو قام له به زيرې وركوو۔وزيراعظم عمران خان د هېواد د سياسي صورتحال او قرض ذكر كولو سره ووئيل دوه ګوندونو په تېرو لسو كلونو كښې جې كوم قرض اخستې د هغې ډرافټ زما په وړاندې پروت دے۔ده ووئيل په 1971 كښې د پاكستان قرض 30 ارب روپۍ وو٬منګله بند جوړ شو٬تربېلا بند جوړ شو٬د 60 په لسيزه كښې پاكستان تندۍ سره مخ په وړاندې تلبې۔ده ووئيل په 2008 كښې قرض 30 اربه روپو څخه 60 زره اربه روپو ته رسېدلې دغسې په تېرو لسو كلونو كښې پاكستان 30 زره اربه روپۍ قرض اخستې۔وزيراعظم ووئيل دغه ګوندونه بيا بيا وائي چې حكومت ناكامه شوې٬دا ټول يوځاې شوي او وائي چې په دوو مياشتو كښې هېواد ته زيان رسېدلې۔ عمران خان ووئېل په لسو كلونو كښې په هېواد كښې دننه قرضه 6 زره اربه روپو څخه 30 زره اربه روپو ته رسېدلې بل خوا د ګرځينده قرض بوج دے٬په 2013 كښې ګرځينده قرضه 480 ارب روپۍ وه٬ ده ووئېل په 2009 كښې د 230 اربه روپو څخه دا قرض په 2013 كښې 480 اربه روپو ته رسېدلې او نن دغه ګرځينده قرض 1200 اربه روپو ته رسېدلې۔د دې نه علاوه حكومت 40 اربه روپۍ وركر ويلفيئ

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں