اطاليا پاكستان سره كاروباري اړيكې لا مستحكم كول غواړي۔ پاكستان كاروبار لپاره په زړه پورې موقعې لري

image

اسلام آباد ۔ 29 اکتوبر (اے پی پی) پاکستان كښې د اطاليا سفير سټیفانو پونټیکوروا وئيلي دي اطاليا پاكستان سره كاروباري اړيكې لا مستحكم كول غواړي۔ پاكستان كاروبار لپاره په زړه پورې منډۍ ده۔ د اطاليا تجارتي پلاوې به فرورۍ كښې د پاكستان دوره كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اسلام آباد چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري صدر احمد حسن مغل سره خبرو كښې وكړه چا چې د چېمبر عهدېدارانو په موجودګۍ كښې ده سره ملاقات كولو او د چېمبر لخوا په اټلي كښې د يو بزنس كنفرنس كولو په چارو ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د اطاليا سفير د چېمبر لخوا په اطاليا كښې د بزنس كنفرنس كولو وړاندېز وستائلو۔ ده ووئيل د اطاليا ټرېډ کمشنر به هم دسمبر كښې د پاكستان دوره كوي۔ ده ووئيل پاكستان او اطاليا ائیرپورټ مېنجمنټ سسټم، د سړكون جوړولو ٬ ، پاور جنرېشن، ماربل، معدنیات، ټېکسټائل، لاجسټک، ربوټکس او د کاسمېټکس په شمول بېلو څانګو كښې يو بل سره د مرستې بشپړه صلاحيت لري۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د اسلام آباد چېمبر آف كامرس صدر احمد حسن مغل ووئيل چېمبر د روان كال جون مياشت كښې تركيه كښې يو كامياب بزنس كنفرنس كړې او اوس يو كنفرنس په اطاليه كښې كول غواړي

مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados
متعلقہ مضامین
مزید خبریں