اسلام آباد ۔ 12 نومبر (اے پی پی) سېنېټ كښې بېلا بېلو ګوندونو سره تعلق لرونكو سناتوروانو وئيلي دي عدم برداشت او انتها خوښي زمونږ ټولنې لپاره د ټولو لوي خطر دے٬ د هېواد سمه پېژندګلې رامخې ته كولو ته اړتيا ده٬ د هېواد مسئلو لرې كولو له به ټولو سياسي ګوندونو له يو موقف خپلول وي٬ په مهمو قامي چارو اتفاق ته زيان رسېدل نه دې پكار ٬ د تعليم ٬ صحت او نورو څانګو كاركردګي ښه كولو ته اړتيا ده ٬ بايد ګرانۍ او د بې روزګارۍ خاتمې له كوټلې لائحه وضع كړې شي٬ اولس مني لانډرنګ او د كرپشن خاتمه غواړي۔ د ګل په ورځ سېنېټ كښې د قرض په صورتحال ٬ د برېښنا او ګاز بيعې زياتېدو او د خارجه پاليسۍ پشمول په بېلا بېلو تحريكو بحث كښې برخه اخستلو سره سناتور کودا بابر ووئيل د پاکستان اصل تشخص دهرنې نه بلكې ھغه دې كوم چې په اسيائي پارلماني اسمبلۍ غونده كښې وړاندې كړې شو۔ ده ووئيل د نړۍ په وړاندې د هېواد سمه پېژندګلې وړاندې كولو ته اړتيا ده٬ هېواد كښې سرمايه كاري زياتېږي٬ ده ووئېل كه سعودي سي پېك كښې شاملېږي ٬ چين او پاكستان په دې هېڅ اعتراض نه لري ٬ د بلوچستان پرمختګ لپاره اقداماتو ته ضرورت دے ۔ سناتور میر محمد کبیر شاهي ووئيل تر اوسه چې كومې قرضې اخستې شوې بايد د هغې تفصيلات رامخې ته كړې شي چې چرته خرڅ كړې شو٬ د قرض په سوب په صوبو بوجه زياتېږي او ورسره هېواد مسئلو سره مخ كېږي٬ مونږ د دې قرضو په مد كښې 1900 اربه روپۍ سود وركوٶ۔ سناتور مشاهد اللہ خان ووئيل سعودي او چين د پاكستان خواږه دوستان دي او په هر سخت وخت كښې ئې د پاكستان ملګرتيا كړې٬ كه د قرض روپۍ په مقصدي منصوبو خرڅ كړې شوې نو ګټه ده۔ سناتورې ستارہ ایاز ووئيل حكومت له غريب دوسته پاليسۍ خپلول پكار دي دغسې چې د دوي مسئلې لرې كړې شي٬ تعليم ٬ صحت او د نورو څانګو كاركردګي ښه كولو ته اړتيا ده۔ سناتور فېصل جاوېد ووئيل تېر وخت كښې لا محدود كرپشن او لا محدود مني لانډرنګ شوې٬ اولس د مني لانډرنګ او كرپشن خاتمه غواړي ، ده ووئېل پانامه سكېنډل د تېر حكومت كښې رامخې ته شوې كاروائي ولې نه ده شوې٬ ده ووئېل په اوسني قيادت اولس باور لري٬ د احتساب عمل به ګړندې كوٶ٬ سږ كال په وړومبنو درېو مياشتو كښې د ترسيلات زر رېكارډ مات شوې۔ سناتور نعمان وزیر ووئيل حكومت د معاملو ښه والي له كار كوي او د اولس مسئلې به هواري