د کرتار پور پولې پرانسته امن لپاره د پاكستان يو لوے ګام دے

image
APP57-25 ISLAMABAD: November 25 – Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhry Fawad Hussain addresses to the opening ceremony of the 4th Edition of Human Rights through Cinematography Film Festival at PNCA. APP

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د کرتار پور د پولې د پرانستې پرېكړه امن لپاره د پاكستان لخوا يو لوے ګام دے كوم ته چې د اروپائي ائتلاف پشمول د نړۍ ملاتړ ترلاسه دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ پاكستان نېشنل كونسل آف دي آرټس (پي اېن سي اے) كښې د بشري حقونو د سېنما ټو ګرافي فلم فېسټول د لارې د څلورم اېډيشن پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل منطقه كښې امن او استحكام لپاره پاكستان په دې وروستيو كښې ګامونه پورته كړې ٬ پاكستان كرتار پور پوله پرانځي دا يو لوي اقدام دے چې ورته د اروپائي ائتلاف پشمول د نړۍ ملاتړ ترلاسه دے۔ ده ووېيل اروپائي ائتلاف كښې شاملو هېوادونو او خپله اروپائي ائتلاف سره پاكستان د اوږدې مودې تاريخي اړيكې لري٬ پاکستان كښې د بشري حقونو په مقاصدو كښې د اروپائي ائتلاف پرله پسې هڅې د ستائنې جوګه دي٬ ده ووئېل ائتلاف په پاكستان كښې كوټلې كار كړې ۔ ده ووئيل اروپائي ائتلاف د پاكستان د بېلا بېلو اقداماتو عمر له ملګرتيا كړې چې پرې اروپائي ائتلاف له مباركي وركوٶ٬ وفاقې وزير ووئېل پاکستان اروپائي ائتلاف سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري ۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې اروپائي ائتلاف په مقبوضه كشمير كښې رامخې ته شوي حالات او د پېښو فعاله او كوتلې جاج واخلي٬ په مقبوضه کشمیر كښې كشميري اولس سره كوم طرز عمل چې ساتلې شي ھغه نه يوازې پاكستان بلكې ټوله نړۍ لپاره د اندېښنې سوب دے۔ وفاقي وزير ووئيل بشري حقونه په اصل كښې د يو بل په مسئلو د پوهېدو نوم دے٬ مونږ ټول د آزادۍ پلويان يو ٬ ده ووئېل مونږ د يو بل د حقونو لپاره راپاسوو ٬ دا ځكه چې نړۍ د دې خبرې جوګه شي چې دا تشريح وكړې شي چې د ھغوي حقونه له كوم ځائ نه ختمېږي او د نورو حقونه له كوم ځايه پېل كېږي او هم دا به د بشري حقونو معراج وي۔ وفاقي وزیر ووئيل بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو قراردادونه په انساني تاريخ كښې د ميل د كاڼي حېثيت لري٬ د بشري حقونو د تحريك پېل تريخ او مايوس كن ٶ خو مونږ په سم لوري مخ په وړاندې روان يو او هم دا څيز د اهميت وړ دے۔ وفاقي وزير ووئيل دا فېسټول او دا ډول نورې هڅې كومې چې نړۍ ھغه اعلٰې هدفونو ترلاسه كولو لپاره كوي د ستائنې وړ دي او ټولو حكومتونو او هوش لرونكو له د دې ډول تحريكونو ملګرتيا پكار ده ۔ په دې موقع د اروپائي ائتلاف سفير جین فرانکوس کاتین خپلې وېنا كښې ووئيل فن او كلتور عموماً او دستاویزی فلم په خاص توګه نړۍ او د خلقو په پېژندګلو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئېل ګردې نړۍ څخه نوې قيصې او ېيانيې د بشري حقونو پحقله په مسئلو خبرو او رامخې ته كولو لپاره مقالو ته د ودې سبب جوړېږي

مضمون کا ماخذ : سائٹس de loteria confiáveis
متعلقہ مضامین
مزید خبریں