اولس مشر ډاكټر عارف علوي د متحده عرب امارات بحريه كمانډر ريئر اېډمرل(پائلټ) سعيد بن حمدان بن محمد النهيان ته د پاكستان اعلٰی عسكري اعزاز هلال امتياز ملټري وركړو

image
APP75-26 ISLAMABAD: November 26 - President Dr. Arif Alvi talking to Rear Admiral (Pilot) Saeed bin Hamdan bin Mohammad Al Nehyan Commander UAE Naval Forces who called on him. Chief of the Naval Staff Admiral Zafar Mahmood Abbasi in also present. APP

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د متحده عرب امارات بحريه كمانډر ريئر اېډمرل(پائلټ) سعيد بن حمدان بن محمد النهيان ته د پاكستان اعلٰی عسكري اعزاز هلال امتياز ملټري وركړې۔اولس مشر ډاكټر عارف علوي هغه ته دا اعزاز د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې د راجوړې كړی شوې دستورې په مهال وركړې۔ په دستوره كښې د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي پشمول اعلٰی عهديدارانو ګډون وكړو۔د دې څخه وروستو ريئر اېډمرل(پائلټ)سعيد بن حمدان بن محمد النهيان د اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره ملاقات وكړو۔په دې موقع خپلو خبرو كښې اولس مشر ووئيل چې د پاكستان او يو اے اي ترمينځه د اوږدې مودې تزويراتي او نزدې اړيكې دي٬ دواړه هېوادونه په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري۔ده په دې خبره زور راوړو چې د دواړو هېوادونو وسله والو ځواكونو ترمينځه شريك پوځي مشقونه٬دفاعي برآمدات كښې زياتوالې د شريك پیداوار پشمول شريكې رابطې او مرستې د لا زياتولو پراخا امكانات موجود دي۔ دپاكستان وسله والو ځواكونو تربيتي ادارو كښې د يو اے اي پوځي اهلكارو تربيت په اړه په خبرو كښې اولس مشر ووئيل چې د يو اے اي نور نيول افسران د دې موقعو څخه استفاده كولې شي۔ډاكټر عارف علوي ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه شريك تجارت د خپل حقيقي صلاحيت سره سم نه دے۔ ده د شريك تجارت لا زياتولو په هڅو زور راوړو۔ده ووئيل چې د يو اے اي كاروباري كسان بېلو څانګو كښې په خاص توګه د سېلګرۍ پھ مېدان كښې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ پراخا موقعو څخه بشپړه استفاده كولې شي۔ريئر اېډمرل(پائلټ)سعيد بن حمد ان بن محمد النهيان د اعلٰی عسكري اعزاز په وركولو د اولس مشر او پاكستان حكومت مننه وكړه۔ده هيله څرګنده كړه چې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه شريكې اړيكې به سباؤن كښې لا وده ترلاسه كړي

مضمون کا ماخذ : loteria instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں