د آرمي پبلك سكول پېښور پېښه كښې جدا شوي به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ قوم د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې هغه قيمت ادا كړی چې اندازه ئې لګېدې نه شي۔ د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د اے پي اېس پېښور شهيدانو څلورم تلين په مهال پېغام

image

اسلام آباد ۔ 16 دسمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د اے پي اېس پېښور شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي دي تعلیم هغه وسله ده د كومې د لارې چې مونږ انتها خوښۍ او ترهګرۍ ته ماتې وركولې شوو۔ د اتوار په ورځ جاري كړی شوي پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د دسمبر 16مه نېټه مونږ ته هغه توره ورځ يادوي كله چې ترهګرو د آرمي پبلك سكول پېښور بې ګناه كوچنيان په نښه كړل۔ ده ووئيل دغه پېښه كښې جدا شوي به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ ده ووئيل ټول قام د ددغه شهيدانو مور پلار سره ددوئي په غم دړد كښې يو برابر شريك دے۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل پاك پوځ او د قانون نافذ كوؤنكو ټولو ادارو هغه اتلانو ته سلام وړاندې كوم كومو چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د خپلو ځانونو قرباني وركړې

مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں