د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري سره پاكستان كښې د سور صليب نړيوالې كمېټۍ مشر رېټو اسټاكر وليدل ۔ د بشري حقونو په اړه د خيالاتو څرګندونه

image
APP07-11 ISLAMABAD: March 11 - ICRC delegation led by Reto Stocker call on Human Rights Minister Dr Shireen M Mazari. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد ۔ 11 مارچ(اے پی پی) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري سره پاكستان كښې د سور صليب نړيوالې كمېټۍ پلاوي د ګل په ورځ اسلام آباد كښې ليدلې دي ۔ د پلاوي مشري رېټو اسټاكر كوله۔ ملاقات كښې د بشري حقونو تحفظ په شمول هېواد كښې بنديوانو پاكستانيانو ته په پېښو مسئلو او د دوئي د حقونو خيال ساتلو سره په اړوندو بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري هند كښې په بې ګناه پاكستانې بنديوان شاكر الله تشدد او د هغه په بې رحمۍ سره په وژنه د اندېښنې څرګندونه كولو سره د سور صليب پلاوي مشر پام دې پېښې پلو ګرځولو سره ووئيل هند كښې د رياستي مشرۍ تر سېوري لاندې پاكستانې بنديوان تشدد سره وژلې شوې كوم چې د غندنې وړ فعل دے ۔ دې د سور صليب نړيوالې كمېټۍ پلاوي په مشر رېټو اسټاكر زور راوړو چې په بهر هېوادونو كښې بنديوانو پاكستانيانو ته پېښې مسئلو حل كولو له ګامونه پورته كړي۔ وفاقي وزيرې ووئيل مونږ خپلو وګړو ته د بنيادي بشري حقونو رسنې عزم لرو او د بشري حقونو ساتنې له فعاله ګامونه پورته كوو۔ دې پلاوي ته ووئيل د بشري حقونو مسئلو په اړه ډېټا بېس هم جوړولې شي۔ د سور صليب پلاوي مشر د بشري حقونو ساتنې له د پاكستان او په خاص توګه د بشري حقونو وزارت هڅې وستائلې او په دې لړ كښې ئې له خپل اړخه د بشپړې مرستې باور وركړو

مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں