د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان په مشرۍ كښې د كلين اېنډ ګرين ټاسك فورس غونډه

image

پېښور ۔02 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان وئيلي دي د روانې مياشتې 9 مې نېټې څخه به په ټولو ضلعي هېډكوارټرز كښې او په صوبائي كچه كلين اېنډ ګرين كمپائن پېل كولې شي او په دې لړ كښې روانو هڅو كښې به لا تندي راوستلې شي۔ د يوې غونډې مشري كولو په مهال ده ټولو اړوندو څانګو او ضلعي انتظاميې ته د تيارۍ هدايت وكړو۔ اعلی وزير ووئيل اولس د دې كمپائن كاميابۍ له خوښي لري نو ځكه د اولس د هيلو ترمخه دې دا كمپائن ترسره كړې شي۔ ده ووئيل زه به پخپله د دې كمپائن څارنه كوم۔ اعلی وزير ووئيل اولسي نمائندګان دې پرائېوېټ سېكټر هم دې كمپائن كښې ځان سره واخلي او دې سره سره په تعليمي ادارو كښې د نغدو جرمانو په ځائې دې كوچنيانو څخه د اونو نالولو تږلاره خپله كړې شي۔ محمود خان ووئيل پي اېم آر يو دې هره ورځ آن لائن ډېټا يو ځائې كولو سره ما ته وړاندې كولې شي۔ ده ووئيل زه به پخپله او صوبائي وزيران به د صوبې بېلو سيمو كښې د كمپائن پرانسته او مشري كوي۔

مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں