د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د آفتونو پيشنګوئي او منيجمنټ لپاره د آئي سي ټي كردار په حقله درې ورځني سيمه ائيز وركشاپ ته خطاب

image

اسلام آباد 02 مئي(اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د قدرتي آفتونو زيان مخ نيوي له د اجتماعي هلو ځلو په ضرورت راوړولو سره وئېلي دي په دې لړ كښې هر كس له كردار ترسره كول پكار دي٬ماحولياتي چېلنج مقابلې له د جديدې ټېكنالوجۍ كارولو ته اړتيا ده۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د پير مهر علي شاه باراني زرعي يونيورسټۍ پینډۍ كښې د آفتونو او پيشنګوئي منيجمنټ لپاره د آئي سي ټي كردار په حقله درې ورځني سيمه ايز وركشاپ ته وكړې۔په دې مهال د يونيورسټۍ وائس چانسلر پروفيسر ډاكټر قمر زمان او د اسلامي تعليمي سائنسي او كلتوري تنظيم آئيسكو ډائرېكټر ډاكټر نبيل انور هم موجود وو۔اولس مشر ووئيل په فضاﺀ كښې د ګيسونو قدرتي توازن موجود وي كوم چې حيرنوالې څخه متاثره كېږي۔ده ووئيل د ماحولياتي چېلنج مقابلې له جديده ټېكنالوجي كارول غواړي۔ده ووئيل د مكينيكل او نورو سببونو څخه په فضاﺀ كښې كاربن ډائي اكسائيډ زياتېږي او دا د قدرتي توازن زيان لپاره لويې سبب ګرځي ۔ده په هېواد كښې د لا شجركارۍ په اهميت زور راوړولو سره ووئيل اونې يوه داسې قدرتي كارخانه ده كومه چې كاربن ډائي اكسائيډ جذب كوي۔ده ووئيل حكومت په ټول هېواد كښې د لس اربه اونو نالولو هدف ټاكلې چې ورسره به تر ډېره حده پھ ماحولياتي مسائلو قابو موندلو له مرسته ترلاسه شي۔اولس مشر په پوهنتونونو كښې د تحقيقي او ترقياتي هلو ځلو زياتوالي او د انفارمېشن او ټېلي كميونيكېشن ټېكنالوجۍ كارلو څخه د ماحولياتي بدلون په حقله د مسائلو مخ نيوي له جديد رجحانات او د ټېكنالوجۍ په معرفې كولو زور راوړولو سره ووئيل د مصنوعي سټيلائټس د لارې جديد ترين امېچنګ نظام په زمكه كښې دننه د اوبو او د زمكې د حئيت درك لګولې شي۔ده ګډون كوونكو ته ووئيل چې پلاسټكونه او په لاكهونو خزله ټنه سمندره ته غورځولې شي٬كه مونږ دغه سمندر ته غورځول بند كړو نو ورسره د سمندري حيات بقاﺀ له مرسته ترلاسه كېدې شي۔ده ووئيل هر مخلوق د يو بل نه استفاده كوي او جديد تحقيق دا خبره هم رامخې ته كوي چې د كيرړو بېل قسمونه مخ په كمېدو دي چې ورسره ماحول ته زيان رسېږي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں