د اختر په درې واړو ورځو كښې د اګست د 11مې نېټې د ماښام نه د 14م اګست تر ماښام به په ټول هېواد كښې لوډ منېجمنټ نه كېږي۔ عمر ايوب خان

image

اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) د توان٬ پېټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير عمر ايوب خان وئيلي دي چې د اختر په درې واړو ورځو كښې د اګست د 11مې نېټې د ماښام نه د 14م اګست تر ماښام به په ټول هېواد كښې لوډ منېجمنټ نه كېږي۔ په ټويټر په خپل پېغام كښې وفاقي وزير وئيلي دي چې د اختر په درې واړو ورځو كښې د اګست د 11مې نېټې د ماښام نه د 14م اګست تر ماښام به په ټول هېواد كښې لوډ منېجمنټ نه كېږي او د كومې خرابې په صورت كښې به زمونږ ډله هر وخت تياره وي كومه به چې د صارفينو په اطلاع د برېښنا بحالې كار دستي پېل كوي٬ په دې لړ كښې د اختر ورځو لپاره د خاص ډېوټۍ او مانېټرنګ انتظام شوے۔

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں