د خارجه وزير شاه محمود قريشي په جنېوا كښې د بشري حقونو د كونسل غونډې ته د وېنا كولو نه پس مېډيا سره خبرې

image

جنېوا 10 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان په منطقه كښې په تاؤ تريخوالي كښې كمې غواړي خو د هندوستان رويه ډېره غېر ذمه وارانه ده٬ اندېښنه ده چې هند د مقبوضه كشمير څخه د نړۍ پام ګرځولو لپاره د كوم فالس فلېګ آپرېشن په طرز ناټك وكړي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ په جنېوا كښې د بشري حقونو د كونسل غونډې ته د وېنا كولو نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ ده ووئيل چې پاكستان تل د مصالحت وړاندېز قبول كړے دا هندوستان دے چې دا تاثر ئې وركړے چې مونږ به معاملې په خپلو كښې سمې كړو خو دا تر دې حده وړاندې تللې چې اوس به په دوه اړخيزه خبرو حل نه شي۔ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل او نړيوالو ادارو ته به خپل كردار ترسره كول وي۔ دا د سوئيلي آسيا د امن او استحكام سوال دے٬ دوه اټومي قوتونه يو بل ته مخامخ دي۔ ده ووئيل چې مونږ به كشمير لپاره غږ پورته كوو ځكه چې دا د حق او ريښتيا آواز دے۔ اوس خو د مقبوضه كشمير صورتحال پټ دے چې كرفيو ختم شي نو اصل حقائق به وړاندې راځي۔ خارجه وزير ووئيل چې جنېوا ته د راتللو نه وړاندې ئې د قانون وزير بېرسټر فروغ نسيم سره تفصيلي مشوره كړې٬ مونږ په خارجه وزارت كښې د كشمير خاص څانګه جوړه كړې٬ مونږ په هر اړخ نظر ساتو٬ كه هندوستان د جارحيت هڅه وكړه نو مونږ د خپلې دفاع حق هم لرو۔

مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں