پاکستان كښې به راتلونكې لسيزه د انفارمېشن اېنډ کميونيکيشن ټيکنالوجيز د انقلاب لسيزه وي

image
APP49-17 ISLAMABAD: December 17 - President Dr. Arif Alvi chairing a meeting of the Taskforce on Emerging Technologies at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي د مصنوعي ذهانت، بلاك چين، روبوټکس او انټرنېټ آف تھنګز (آئي او ټيز) اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل چې پاکستان كښې به راتلونكې لسيزه د انفارمېشن اېنډ کميونيکيشن ټيکنالوجيز د انقلاب لسيزه وي٬ دې لپاره به پاكستان ته ضروري څيزونه پكار وي٬ په دې لړ كښې بايد د هېواد صنعتي څانګې په وخت تياري وكړي۔ اولس مشر دا خبرې د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې د اېمرجنګ ټيکنالوجيز په اړه د ټاسك فورس غونډې مشرۍ په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د انفارمېشن ټيکنالوجي اينډ ټيلي کميونيکيشن وزير خالد مقبول صديقي او ګرد هېواد څخه د آئي ټي پوهانو ګډون وكړو۔ اولس مشر ووئيل په تندۍ سره بدلېدونكې انفارمېشن اېنډ کميونيکيشن ټيکنالوجيز د ډيجيټل ټرانسفارمېشن پلو مهم كردار لوبوي او دا د څلورم صنعتي انقلاب په شكل كښې د ادارو ترمېنځه اهميت لري۔ ده ووئيل په ډيجيټل لحاظ سره بدلون د يو شمېر عناصرو وړ دې چې پكښې ډيجيټل پېژندګلې٬ مشتركه ډېټا سروسز ٬ د مشترکه کاروبارونو طريقې٬ د ټيکنالوجي مرکزونه او سرکاري څانګه كښې د دې استعمال لپاره آسانۍ وركول شامل دي او د اختراعي ايکو سسټم تياري هم يوه مهمه برخه ده۔ اولس مشر ووئيل حكومت د رامخې ته شوې ټيکنالوجيز په څانګه كښې د بېلا بېل سټارټ اپس د لارې د جدت ماحول ته وده وركولو لپاره هڅې كوي۔ ده ووئيل د هېواد د ډيجيټل اکانومي پرمختګ كښې د ټيکنالوجي کمپنو كردار ډېر مهم دے په دې لړ كښې د شريكو هلو ځلو د لارې مونږ په تندۍ او د اوږدې مودې نتيجې ترلاسه كولې شو۔ اولس مشر ووئيل پاکستان كښې به راتلونكې لسيزه د انفارمېشن اېنډ کميونيکيشن ټيکنالوجيز د انقلاب لسيزه وي٬ دې لپاره به پاكستان ته ضروري څيزونه پكار وي٬ په دې لړ كښې بايد د هېواد صنعتي څانګې په وخت تياري وكړي دې لپاره پاكستان ته ضروري عناصر پكار دي چې پكښې انفراسټرکچر

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں