جنيوا 18 دسمبر (اے پي پي)د سرحدي چارو دوهم وزير صاحبزاده محبوب سلطان وئېلي دي پاكستان د افغان كډوالو په خپله خوښه ستنېدو او د هغوي په خپل هېواد كښې تل پاتې آبادكارۍ له لوظي دے٬د پاكستان او ايران حكومتونه او اولس د افغانستان سره په ګډه د افغان كډوالو تحفظ لپاره لاره لټولو له كار كوي۔په جنيوا كښې د نړيوال كډوال فورم په موقع افغان كډوالو له د نوې لائحې جوړولو په غرض د افغانستان٬ايران او پاكستان د استازو غونډه وشوه۔دوهم وزير محبوب سلطان د پاكستان دغسې د افغانستان د كډوالو لپاره دوهمې وزيرې ډاكټر عليمه او د ايران دوهم خارجه وزير غلام حسېن د خپلو خپلو پلاويو مشري كوله۔د يو اېن اېچ سي آر ترمخه محبوب سلطان د افغان كډوالو پھ خپله خوښه هېواد ته ستنېدو او هغوي پھ خپل هېواد كښې بيا آبادولو له د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ده ووئيل د دې ذمه وارو او هلو ځلو عملي كولو لپاره د نړيوالې ورورورلۍ مرستې ته اړتيا ده دغسې د افغانستان د كډوالو دوهمې وزيرې ډاكټر عليمه د 40 كلونو نه د افغان كډوالو په كوربتوب كولو د پاكستان او ايران ستائنه وكړه او د بشري حقونو د علمبردارو څخه يې غوښتنه وكړه چې هغوي د افغانستان رغونې له كردار ترسره كړي۔هغې ووئيل د امن بهير په كاميابۍ ترسره كېدو نه پس زمونږ بله پروژه د افغان كډوالو په عزت سره ستنېدل او په هېواد كښې آبادول دي