اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي) سېنېټ د لوړو زده كړو كمېسون (اېچ اي سي) په بجټ كښې په لس فيصده كټوتۍ د تشويش قرارداد منظور كړې۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال سناتور مشتاق احمد دا قرارداد وړاندې كړو چې دا ايوان په افراط زر كښې د 20 فيصده اضافې او د پاكستاني روپۍ په قدر كښې د كمي باوجود د تېر كال په مقابله كښې سږ كال د اېچ اي سي بجټ كښې په لس فيصده كټوتۍ د تشويش څرګندونه كوي٬ ايوان قرارداد په يوه خله منظور كړٶ۔ په دې موقع شبلي فراز ووئيل هېواد مالي ستونزو سره مخ دے٬ ٬ د هېواد د معاشي صورتحال او نورو مسئلو له مخې د اېچ اي سي فنډ كښې كمې شوې دې٬ خو د سائنس او ټېكنالوجۍ وزارت ته فنډ وركړې شوې دې۔ ده ووئيل حکومت د پوهنتونو پحقله جامع نظام وضعه كوي٬ په پوهنتون كښې د سفارش په بنياد بايد بهرتۍ ونه كړې شي