خافظ آباد 08 فروري (اے پي پي) په حافظ آباد كښې په ټرافيكي پېښه كښې 4 كسان مړه او 10 ژوبل شوي دي. د نجي ټي وي چېنل راپور له مخې دا پېښه د حافظ آباد په سكهيكي سيمه كښې په موټروے اېم ټو هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې يو وېن او ټرالر په خپلو كښې ټكر شول. د رېسكيو ډلې له مخې په مړو كسانو كښې دوه ماشومان هم شامل دي. ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي.