فېصل آباد ۔ 11 فروری (اے پی پی) د فېصل آباد په سرګودها روډ سيمه د نهې په ورځ سحر د اېم اے ټېکسټائل ملز بوائلر يو زوردارې چاؤدنې سره وشلېدو چې په نتيجه كښې ئې 4 مزدوران مړه او 11 نور سخت ژوبل شول كومو كښې چې د درې حالت د اندېښنې وړ ښودلې شوې دې۔ د سرګودھې پوليس تھاڼې او ريسكيو 1122 وياند ووئيل په اېم اے ټېكسټائل ملز كښې د نهې په سحر سرګرمۍ د معمول له مخې روانې وې چې ناڅاپي د ملز بوائلر زورورې چاؤدنې سره وشلېدو۔ وياند ووئيل چاؤدنه دومره زوروره وه چې د ملز د ودانۍ لويه برخه زمكه كښې دننه شوه چې ورسره ځينې مزدوران هم د ملبې لاندې ګېر شول۔ د چاؤدنې آواز تر لرې لرې واورېدلې شو۔ وياند ووئيل د اطلاع ترلاسه كېدو سره انتظامي افسران ٬ پوليس ٬ د ریسکیو 1122 لس اېمبولېنسز ٬ فائر برېګېډز او 50 څخه زيات ریسکیو ورکرز د پېښې ځائې ته ورسېدل او د مرستې كارروائۍ ئې پېل كړې۔ د پېښې په نتيجه كښې 4 مزدوران مړه او 11 سخت ژوبل شول كومو كښې چې د درې حالت د اندېښنې وړ ښودلې شوې دې۔ په دې مهال پېښه كښې د حق رسېدليو مړي او ژوبل كسان الائيډ روغتون فېصل آباد ته ورسولې شول۔ د پنجاب اعلی وزير سردار عثمان بزدار په پیښه د افسوس څرګندونه كړې ده۔ ده د فېصل آباد ډویژنل او ضلعی انتظامیې ته هدايت كړې چې ژوبل شويو ته دې ټولې ممكنه طبي آسانۍ وركول باوري كړې شي۔ ده د اړوندو ادارو چارواكو ته هم سختۍ سره هدايت وكړو چې هغوي دې هره مياشت كارخانو كښې د لګېدلې بوائلرز انسپكشن باوري كړي دغسې چې سباؤن كښې د دې ډول پېښو مخنيوې وكړې شي۔ ده د فېصل آباد ډويژن كمشنر ته د پېښې په سمدستي توګه د پلټنيو كولو سره د راپور وړاندې كولو هدايت وكړو