د ترکيه اولس مشر رجب طیب اردوان به (نن) په دوه ورځنۍ سركاري دوره پاكستان ته رارسېږي

image

اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) د ترکيه اولس مشر رجب طیب اردوان به (نن) د زيارت په ورځ په دوه ورځنۍ سركاري دوره پاكستان ته رارسېږي٬ په دې موقع به د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان سره د كابينې غړي د حكومتي لوړ پوړو پشمول نور پلاوي او د تركيه د مهمو كمپنو مشران به هغه سره مبلګري وي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياندې عائشه فاروق له مخې د تركيه اولس مشر د وزیراعظم عمران خان په بلنه د پاكستان دوره كوي۔ د وزیراعظم عمران خان او د تركيه او د اولس مشر رجب طيب اردوان ترمېنځه به ون ټو ون ملاقات كېږي او د دواړو هېوادونو د مشرانو د ملاقات نه پس به دوي د پاك ترك د لوړې كچې ستراتېژك كوآپرېشن كونسل د شپږمې غونډې مشري كوي۔ د غونډې په پائي كښې به د ګډې اعلاميه جاري كولو پشمول په يو شمېر د تفاهم په مهمو يادښتونو لاسليك هم كېږي٬ دواړه مشران به خبري كفنرنس ته وېنا هم كوي۔ د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان به د پاكستان خپل همڅنګ ډاکټر عارف علوی سره ملاقات كوي او د پارلمان شريكې غونډې ته به وېنا كوي۔ زياندې ووئېل وزیراعظم عمران خان او رجب طيب اردوان به د پاكستان تركيه بزنس و انوسټمنټ فورم ته هم وېنا كوي چې پكښې به د دواړو هېوادونو سرمايه كار او سوداګر ګډون كوي٬ وزیراعظم عمران خان او رجب طیب اردوان په مشرۍ كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې په كوټلې شراكتدارۍ بدلې شوې ٬ دواړه هېوادونه په بيړه پرمختګ كوٶنكو اقتصادي اړيكو ته خاص اهميت وركوي۔ وياندې ووئيل دواړه هېوادونه په بېلا بېلو څانګو كښې فعاله مرسته زياتولو له خوښي لري۔ د اولس مشر رجب طیب اردوان دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه روايتي يوالې او خپلولي لا مستحكمه شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں