اسلام آباد 12 فروری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سره ګوجرانواله څخه د پي ټي آئي ټكټ هولډرز د شورو په ورځ په وزيراعظم آفس كښې ليدلي دي ۔ په ملاقات كوٶنكو كښې محمد احمد چټھه، میا طارق٬ چوهدری صدیق مهر٬ علی اشرف مغل، رانا نذیر او رانا بلال اعجاز شامل وو۔ د ملاقات په مهال د هېواد په مجموعي وضعه ٬ د ګوجرانواله ضلعې په اولسي مسئلو او د پرمختيائي ضرورتونو په چارو خبرې شوې۔ وزیراعظم عمران دوي سره خپلو خبرو كښې ووئيل د كرپشن او مافياز نه پوزې له راغلې اولس پي ټي آئي خپل نجات دهنده ګڼي۔ ده ووئيل اوسني حكومت په سختو حالاتو كښې اقتدار ترلاسه كړې٬ زمونږ مقابله د يوې مافيا سره ده كومه چې په هره څانګه كښې د بدلون او د اولس بهترۍ په لاره كښې د خنډانو راولاړولو هڅې كوي۔ ده ووئيل دا مهال زمونږ مقابله مافيا او د ګرانۍ سره ده٬وزیراعظم ووئيل د سختې وضعې باوجود حكومت اولس ته آسانۍ وركولو لپاره بشپړه هڅې كوي او ان شا الله د حکومتي هلو ځلو په سوب به اولس ته زياتې آسانۍ ترلاسه شي۔ د پلاوي غړو وزیراعظم خپلو حلقو كښې د رامخې ته شوو مسئلو او د سيمې د پرمختيائي ضرورتونو په اړه خبر كړو۔ دوي د ګرانۍ په ضد په حكومتي اقداماتو د باور څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم پلاوي ته باور وركړو چې د سيمې د پرمختيائي ضرورتونو له مخئ به په وړاندې كړې شوو تجويزونو غور كولې