په ذخیرہ اندوزۍ كښې ككړ كسان دې انجام ته ورسولې شي۔ د عثمان ډار نجي ټي وي چېنل سره خبرې

image
APP28-16 ISLAMABAD: October 16 - Special Assistant to Prime Minister Usman Dar talking to media persons during his visit to Kamyab Jawan Portal National Data Center at NTC HQs. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 19 فروري(اے پي پي) ځوانانو چارو لپاره د وزیراعظم خاص مرستيال عثمان ډار وئيلي دي چې وزیراعظم عمران خان د خوراك څښاك څيزونه په ګرانېدو د حكومت بې غوري تسليمولو سره چې كوم روايت جوړ كړې په ماضي كښې ئې د حكومت لخوا مثال نه ترلاسه كېږي۔ نجي ټي وي چېنل سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل د خوراك څښاك څيزونه په ګرانېدو د حكومت بې غوري تسليمولو خپل لارښود وزیراعظم عمران خان ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔ ده ووئيل د ګرانۍ سبب د تېرو واكمنو لخوا د معاش بدانتظام او په ورثه كښې ترلاسه شوې خراب معيشت ٶ د كوم په سمولو كښې چې د يو نيم كال موده لګېدلې ده۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې د اخستې شوې قرضو له امله د هېواد معيشت ځپلې شوې او د ډالرو بيعه 160 ته نزدې شوې او هم د دې له امله د پټرولو ٬ ګاز او برېښنا بېعه هم لوړه شوې ده او د دې ټول بوجه نيغ په نېغه په اولس پرېوتې۔ عثمان ډار ووئيل قام له باور وركوم چې د حتمي راپور نه پس چې كوم خلق په بې غورۍ او ذخيره اندوزۍ كښې ككړ وي د فرق نه غېز به د دوي په ضد كاروائي كېږي

مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں