د نازیو څخه متاثره آر اېس اېس نظریې د يو ارب څخه زياته آبادی لرونكې هېواد یرغمال كړې د وزیر اعظم عمران خان ټویټ

image

اسلام آباد 26 فروری (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان وئيلي دي د نازیو څخه متاثره آر اېس اېس نظریې د يو ارب څخه زياته آبادی لرونكې هېواد یرغمال كړې، د كركې په بنیاد نسل پرسته نظریه عمر له د وينو بهيولو سبب ګرځي، مقبوضه کشمیر سره د هند 20 کروړه مسلمانان اوس په نخښه كړې كېږي، بايد نړيواله ورورولي د دې نوټس واخلي، پاکستان كښې كه كوم غیر مسلمه وګړي یا د هغوي د عبادت ځايونه په نخښه كړې شي نو په سختۍ به ئې مخنيوې كولې شي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو پھ ورځ خپل يو ټويټ كښې وكړه۔ ده ووئيل كله چې هم په كركه اډانه نسل پرسته نظریه خپرېږي نو وينې بهېږي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خطاب كښې هم ما دغې خطر ته ګوته نيولې وه چې يو ځل به داسې كېږي او دې سره به وينې بهېږي۔ ده ووئيل هند اوس د مقبوضه کشمیر صورتحال نه پس په هند كښې 20 کروړه مسلمانان پھ نخښه دي، بايد نړيواله ورورولي د دې خبر واخلي۔

مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں